یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامريکا وایي ایران په دې هېواد کې منظم سایبري بریدونه پيل کړي

امريکا وایي ایران په دې هېواد کې منظم سایبري بریدونه پيل کړي

تاند ( شنبه، د میزان ۵) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګوس وایي ایران له څو میاشتو راهیسې په منظمه توګه په امریکا کې ورانکاره سایبري فعالیتونه ترسره کوي.

مورګان اورتاګوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران د حکومت تر ملاتړ لاندې سایبري ترهګر په امریکا کې د اداراتو، پوهنتونونو او کمپنیو پر تکنالوژیک سیستم ورانکاره سایبري بریدونه کوي چې درنه بیه به یې پرې کړي.

د نوموړې په وینا ایران په خپل کار کې بریالی نه دی خو دا هر څه به ددې سبب شي چې پر ایران د امریکا فشارونه نور هم ډېر شي.

په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ بیا ویلي، چې که په ټاکنو کې بریالی شي نو ایران ته به دومره اسانه نه وي چې ارامه سا وباسي.

د ټرمپ په خبره پر ایران به تر ټاکنو وروسته فشارونه څو برابره ډېر کړي او په اسانه به ورسره خبرو ته هم تیار نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ اړيکې دېرې ترینګلې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب