Homeخبرونهفلسطین: ملګري ملتونه دې په منځني ختیځ کې د دایمي سولې هڅه...

فلسطین: ملګري ملتونه دې په منځني ختیځ کې د دایمي سولې هڅه پيل کړي

تاند ( شنبه، د میزان ۵) د فلسطین ولسمشر محمود عباس وایي ملګري ملتونه دې په منځني ختیځ کې د یوې دایمي سولې لپاره هڅه پيل کړي.

نوموړي ویلي ملګري ملتونه باید د فلسطین د مسئلې او دغه راز په منځني ختیځ کې د دایمي سولې د راتګ لپاره یوه نړیواله غونډه جوړه کړي څو دغه ستونزه په دایمي توګه حل شي او د فلسطینیانو حقوق خوندي شي.

هغه له اسرائيلو د دوو عربي هېوادونو د اړیکو پر عادي کولو هم نیوکې کړې دي او په خبره یې دا له فلسطیني وګړو سره زیاتی دی.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس همدا راز وایي، چې د اسرائيلو غیر قانوني اقدامات ورته د منلو نه دي او پر وړاندې به یې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...