چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد نجیب پلویان: له مخالفینو نه مو پکولونه او کوتکونه ونیول

د نجیب پلویان: له مخالفینو نه مو پکولونه او کوتکونه ونیول

تاند — د پخواني وژل شوي ولسمشر ډاکتر نجیب الله پلویان وایي چې د لویې جرګې د خېمې مخې ته په هغې نښته کې یې چې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار پلویانو سره کړې ده د هغوی کوتکونه او پکولونه نیولي دي.

د ارواښاد نجیب پلویانو غوښتل چې نن د میزان ۵مه د خپل فقید مشر ۲۴م تلین په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې ولمانځي خو د اسلامي حزب مشر ښاغلي حکمتیار پرون د جمعې په ورځ له خپلو پلویانو وغوښتل چې د نجیب پلویانو ته د هغه د تلین د لمانځلو اجازه ورنه کړي.

په ښاغلي حکمتیار سربېره یو شمېر نورو ډلو چې ځانونه پخواني جهادي تنظیمونه بولي په یوه اعلامیه کې له حکومت نه وغوښتل چې د ډاکتر نجیب الله پلویانو ته دې اجازه نه ورکوي چې د هغه تلین ولمانځي.

له دغو رسنیزو دعوو او دنګلو سره سره د وژل شوي ولسمشر ډاکتر نجیب الله پلویان نن د لویې جرګې د خېمې مخې ته راټول شول او غوښتل یې چې د لویې جرګې په خېمه کې د هغه تلین ولمانځي خو ویل کيږي چې یو شمېر مخالفینو یې د مخنیوي هڅې وکړې، چې په ترڅ کې یې اخ او ډب رامنځته شو، او د نجیب پلویان وایي چې د حکمتیار او نورو جهادي ډلو پلویان یې پسې واخیستل او د لویې جرګې خېمې ته ننوتل.

د نجیب مخالفین استدلال کوي چې ډاکتر نجیب د خاد د ریاست په وخت کې ډېر افغانان وژلي دي، خو پلویان یې وایي چې د حزب اسلامي، اتحاد اسلامي،‌ جمعیت اسلامي، حزب وحدت اسلامي په شمول ډلو چې ځانونه جهادي تنظیمونه بولي په ۱۳۷۰مو کالونو کې د کورنیو جګړو پر وخت په لسګونو زره افغانان ووژل، کابل ښار یې په کنډوالو بدل او ښاریان تېښتې ته اړ کړل.‌

3 COMMENTS

  1. ډېره جالبه ده چې د ډاکتر نجیب الله له مرګه 24 کاله وروسته لاهم یو شمېر خلک د هغه له نوم نه وېره لري ، فکر کوي چې بیا راژوندی شویدی.
    په مقابل کې 24 کاله وروسته د هغه پلویان او ملاتړي رالوی شوي او دهغه د هیلو د پوره کولو لپاره هڅې کوي .
    د افغانانو په وژلو کې هېڅ ډلې ټپلې صرفه نده کړې . چا د اسلام تر ساتول لاندې حلال کړل او چا د ترقي او پرمختګ د مخالفینو تر نامه لاندې له دنیا تېر کړل.
    کی را زور داد که ظلم نکرد؟
    کی را زر داد که سود نخورد ؟

  2. د ای اس ای غلامان دا د پردیو جاسوسان او هېواد پلورونکي دومره ډارن او بزدله دي چې د اتل شهید ډاکټر نجیب الله اړونده د یوې غونډې د جوړېدو سره مخالف او د لیدو توان یې نه لري. د دوی په سر کې د حمیدګل په لاس روزل شوی د ضیاالحق زوی ګل بېدین شتون لري چې خدای په شرمو شرمولی او خلک یې د زرهاوو افغانانو قاتل بولي. دا د پردیو جاسوس په رښتیا هم د زرهاوو هېواد پاله افغانانو په وژلو کې په پېښور کې لاس لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب