Homeجنرال وزیرياساسي قانون د ټولو لپاره دی| جنرال دولت وزیري

اساسي قانون د ټولو لپاره دی| جنرال دولت وزیري

زموږ په قوانينو کې خو چې څوک عامه نظم نه خرابوي او د وضع شویو قوانينو خلاف نه وي، د نظام پلویان وي، په ټاکنو کې فعاله برخه اخلي، د سولې پلویان وي او له هیواد څخه د دفاع په خاطر هرې سرښندنې ته چمتو وي.

زه خو فکر کوم چې د خپلو نظریاتو د اظهار حق لري، خیر که د ځينو نه خوښېږي.

که هسې وي خو ډير کسان شته چې د ډیرو نه خوښيږي. که څوک د خپلو کړنو ځواب ورکولی شي بيا نو ولې له خلکو ډارېږي. که چا غلط کار نه وي کړی، له حساب- کتاب هم ډار نه لري.

یو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې د خلکو زور د خدای زور دی.

که خبره د ښه سړيتوب وي شیطان هم یو وخت ملایکه وه، خو اوس لوړې لوړې ماڼۍ لري.

د اساسي قانون په څلوردېرشمه ماده کې راغلي:

« د بيان آزادي له تېري خه خوندي ده. هــر افغــان حــق لــري چــې خپــل فكــر د ويــــــنا، ليكنـــې، انځور او يا نورو وسـيلو له لارې، په دې اسـاسـي قـانون كې د راغلو حكمونو په رعایت څرګند کړي.»

دغه راز د اساسي قانون په شپږدېرشمه ماده کې لولو:

«د افغانسـتان اتبـاع حـق لـري چـې د روا او سوله ييزو غوښتنو د تأمين لپاره لـه قــانون ســره ســم بــې وســلې غونـډې او مظاهرې وکړي.»

اساسي قانون چې د ټولو قوانینو مور ګڼل کېږي، خو د ټولو له پاره دی، څوک چی قانون نه مني، مانا دا چې نظام نه مني.

دا به څومره غیرمنصفانه وي که د اساسي قانون هغه برخې چې زموږ له طبعې سره برابرې وي، ومنو، خو نورې برخې یې رد کړو.

1 COMMENT

  1. د محترم جنرال وزیري پر لیکنه لنډکی نقد:

    ((زموږ په قوانينو کې خو چې څوک عامه نظم نه خرابوي او د وضع شویو قوانينو خلاف نه وي، د نظام پلویان وي، په ټاکنو کې فعاله برخه اخلي، د سولې پلویان وي او له هیواد څخه د دفاع په خاطر هرې سرښندنې ته چمتو وي.

    زه خو فکر کوم چې د خپلو نظریاتو د اظهار حق لري، خیر که د ځينو نه خوښېږي.))

    ښاغلی دولت وزیری د خپل خیال و فکري ټال له بابته هر څه چې مخې ته یې راغلل، لیکې یې او تاند ته یې استوي؛ معمولآ د نورو کسانو ژباړل شوي اقوال را نقلوي، خپله خبره یا نه لري او یا هم بې پیونده او بې خونده وي.

    پورتنۍ جملې یي خپلې دي، ځکه یې نقدوم.

    د قانون د مندرجاتو له تفسیر څخه (د متقاعد جنرال) عاجزي ګناه نه ده، ځکه حقوقي فهم ته اړتیا لري. خو د نموړي ځاني (اټکلي) تعبیر په رسنیو کې کښل د تشویش وړ ځکه بولم چې ممکن ځني لوستونکي یې هو به هو، ومنې او ناسم پوهاوی را منځته کړي. جبران يې وخت ته اړتیا لري.

    د نظریاتو د اظهار او اعلام حق نه په سرښندنه پوري مختص دی، نه په ټاکنو او نه هم په د نظام په پلوي او… پوري تړاو لري. اساسي قانون د افغانستان د ټولو اتباعو ګډ ملکیت دی. ورڅخه استفاده و حاکم نظام ته په وفاداري پوري مشروط نه دی. دغه ډول تفسیر د توتالیترو او استبدادي رژیمونو د پلویانو خصوصیات بیانوي.

    هغه څه چې لیکونکی راته وایي، قانوني صبغه نه لري، نه هم د افغانستان اساسي قانون (څلور دیرشمې مادې) روحیه داسي مقاولې ته افغانان مجبوروي.

    برسیره پردې، د اساسي قانون د یادي مادې، متن ناسم لیکل شوی: (( د بيان آزادي له تېري خه خوندي ده…))
    د بیان د ازادي ښه و بد خوندیتوب په قانون کې نه لیکل کیږي، دې جملې ته ورته متن مې په اساسي قانون کې ونه موند.

    ورپسې لیکونکی لیکي:

    (( اساسي قانون چې د ټولو قوانینو مور ګڼل کېږي، خو د ټولو له پاره دی، څوک چی قانون نه مني، مانا دا چې نظام نه مني.))

    دلته هم محترم جنرال په خپل اټکل کې خطاوتی دی. د قانون د یوې فقرې یا مادې نقض هیڅکله ددې په معنی نه دی، چې نقض کوونکی موجود حقوقي، عدلي یا دولتي نظام نه مني، بلکې تقصیر یې د اړوندي فقرې یا مادې تر نقض پوري محدودیږي.

    محترم جنرال د شیطان و نسب او جنسیت ته هم اشاره کړې ده. هیڅ قرآني ایت نشته چې شیطان یې، «ملایکه» بللې وي، خو د کهف په سوره کې یې د جنیانو د جنس سره رابطه واضح بیان شوې ده.

    ښاغلی متقاعد جنرال وزیری ډېر پړ ځکه نه بولم، چې مسلکي پوهه یې د مسکو د ټانک اکاډمۍ څخه د توپ او شوبلې د استعمال تر کچي پوري محصوره ده، ښه به وای که یې د خپل مسلک په تړاو لیکني تاند ته استولی، دملي اردو ځوانو پوځیانو ته به یې د تجربو او فهم بیان خامخا ګټور وو.

    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...