جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپنټاګون: د سرتېرو له ایستلو وروسته هم عملیاتو ته دوام ورکولی شو

پنټاګون: د سرتېرو له ایستلو وروسته هم عملیاتو ته دوام ورکولی شو

تاند(پنج شنبه، د میزان ۳) امریکا وايي د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم که اړتیا پېښه شي په افغانستان کې عملیات ترسره کولی شي.

د امریکا ددفاع وزارت چارواکو واشنګټن ټایمز ته ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې د سرتېرو حضور یا وتل په حالاتو پورې تړلي دي.

د پنټاګون دغه لوړپوړو نظامي چارواکو ویلي دوی که سرتېري له افغانستان وباسي هم، خو دا د دفاع وزارت تګلاره ده چې د اړتیا په صورت کې به د اهدافو د نښه کولو لپاره عملیات کوي.

سرچینې ویلي دوی د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم په افغانستان کې عملیات ترسره کولی شي او که جګړې زیاتېږي نو امریکایي ځواکونه به د وتلو پر پرېکړه له سره کتنه کوي.

د پنټاګون دغه چارواکو له طالبانو هم غوښتي چې مذاکرات مانا دار کړي، جګړې کمې کړي او په تاوتریخوالي کې کموالی راولي.

پنټاګون داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره اونۍ قطر کې د سولې خبرې پیل شوي او د طالبانو یو له مهمو شرطونو همدا دی چې بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب