جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسعودي ایران د سیمه ییزې او نړیوالې سولې لپاره ستر ګواښ بولي

سعودي ایران د سیمه ییزې او نړیوالې سولې لپاره ستر ګواښ بولي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۳) د سعودي عربستان پادشا ملک سلمان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې ایران او ملګري یې په سیمه کې په پراخو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري.

د ملک سلمان په وینا ایران له اټومي هوکړې په استفادې خپلې اټومي وسلې پراخوي او تر څنګ یې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لمن پراخه کړې ده.

نوموړي ویلي ایران په خپلو ترهګریزو فعالیتونو او غیر قانوني کړنو نړیوال او سیمه ییز امنیت ته خطر دی او ټول یې باید پر وړاندې ودرېږي.

د سعودي عربستان پادشا پر نړیوالو غږ کړی، چې ایران له اټومي فعالیتونو را وګرځوي او خبرداری یې ورکړی، چې سعودي عربستان او ملګرو ته یې د ګواښ جوړولو په صورت کې به ایران د سعودي عربستان له توند غبرګون سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ګواښ کړی وو هغه هېوادونه، چې د ایران پر وړاندې  د دوی د پرېکړې ملاتړ ونه کړي نو د امريکا له سختو پرېکړو سره به مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب