Homeخبرونهولسي جرګې د ولسمشر دوه تقنيني فرمانونه رد کړل

ولسي جرګې د ولسمشر دوه تقنيني فرمانونه رد کړل

تاند(پنج شنبه، د میزان ۳) ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د ملکي هوايي چلند او جزايي کړنو په قوانينو کې د يو شمېر مواردو د تعديل او زياتولو په تړاو د ولسمشر دوه تقنيني فرمانونه رد کړل.

د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ چې د ولسي جرګې عمومي ناستې له نېږدې څاري وايي، چې دوه فرمانونه پرون د ولسي جرګې له لوري په اکثريت رايو رد شول.

دغه بنسټ وايي، د ملکي هوايي چلند قانون د يو شمېر موادو د تعديل په تړاو د ولسمشر ۳۵۹ ګڼه او د جزايي اجرائاتو قانون کې د يوې مادې زياتوالي په تړاو د ولسمشر ۳۰۸ ګڼه فرمانونه رد شوي دي.

ولسي جرګې دغه راز په دې عمومي ناسته کې د سولې خبرو له پيلېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې.

دوی ټينګار کړی چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په وروستيو کې تاوتريخوالی د پام وړ زیات شوی دی.

دوی له امنيتي ادارو غوښتنه کړې چې د ناامنو سيمو د امنيت په ټينګښت کې جدي اقدامات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سنبلې مياشتې په ۲۲ مه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پيل شوې خو تر دې مهاله یې په افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالي پر کمښت کوم اغېز نه دی کړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...