Homeخبرونهد افغانستان د صرافانو سراسري اتحادیې په ټول هېواد کې اعتصاب پیل...

د افغانستان د صرافانو سراسري اتحادیې په ټول هېواد کې اعتصاب پیل کړ

تاند (پنج شنبه، د میزان ۳) د افغانستان د صرفیانو سراسري اتحادیې په ټول هیواد کې اعتصاب پيل کړ.

یادې اتحادیې مسولان وایي، چې دا اعتصاب په مزارشریف کې د صرافانو د اتحادیې د مشر عبدالقیوم رحیمي د تښتولو په غبرګون کې پیل کړی دی.

دوی وایي، په دغه اعتصاب کې به په کابل، هرات، مزارشریف، کندهار او جلال اباد کې د صرافیو مارکیټونه تړلې وي.

صرافان له حکومت څخه غواړي، چې د دوی امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

په مزارشریف کې د صرافانو د اتحاديې مشر حاجي عبدالقیوم تیره دوشنبه وسله والو کسانو تښتولی خو تراوسه یې لا درک نه دی معلوم شوی.

بل لورته امنیتي مسولین وایي، دوی یې د پلټلو هڅه پيل کړې  ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...