جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا د بین الافغاني خبرو د بریا لپاره اوربند مهم بللی

برېتانیا د بین الافغاني خبرو د بریا لپاره اوربند مهم بللی

تاند( پنج شنبه، د میزان ۳) په کابل کې د برېتانیا سفیرې آلیسون بلېک د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره کتلي دي.

آلیسون بلېک په دې لیدنه کې ویلي، چې باید د تاوتریخوالي کموالي لپاره اقدامات وشي او د دغه بهیر د څار لپاره باید یو ځانګړی میکانیزم رامنځ ته شي.

نوموړې زیاته کړې، چې بین الافغاني خبرې پيل شوې خو په خبره یې د سولې په برخه کې د پیل شوو هڅو د بریا لپاره اوربند او د تاوتریخوالي کمول خورا مهم دي.

آلیسون بلېک دغه راز له افغان حکومت او د سولې له پروسې د برېتانیا پر ملاتړ ټینګار وکړ او ټینګار یې کړی، چې دوی هڅه کوي څو د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع تر دې هم پیاوړې کړي.

هغې  د بین الافغاني خبرو پیل یوه مهمه لاس ته راوړنه بللې ده او د دې بهیر د بریا هیله یې څرګنده کړې.

برېتانیا داسې مهال اوربند د سولې د خبرو بریا لپاره اړین بولي، چې له دې وړاندې په ځلونو افغان حکومت او افغان ولس د اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو د دایمي اوربند د منلو په تړاو مثبت غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب