شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهازبکستان وایي ملګري ملتونه دې د افغانستان له پرمختګ سره مرسته وکړي

ازبکستان وایي ملګري ملتونه دې د افغانستان له پرمختګ سره مرسته وکړي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۳) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو ۷۵ عمومي اسمبلې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان د مرکزي اسیا له مهمو هېوادونو دی او د دغه هېواد ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی.

د میرضیایف په خبره د ملګرو ملتونو سازمان باید په افغانستان کې له دایمي پرمختګ او سولې سره همکاري وکړي او په دغه هېواد کې دې د دایمي ثبات د راتګ په لارکې شته خنډونه له منځه یوسي.

هغه وایي دوی له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د مرکزي اسیا هېوادونو په ګڼو غونډو کې د افغانستان له پرمختګ او امنیت سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

شوکت میرضیایف دغه راز پر نړیوالو هم غږ کړی، چې په نږدې همکاریو او د سولې له پروسې په ملاتړ افغانان دایمي ثبات او سولې ته ورسوي.

نوموړی داسې مهال د افغانستان په پرمختګ کې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټینګار کوي، چې ولسمشر غني یادې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی خو تر ټولو لومړیتوب اوربند او سوله ده.

ولسمشرغني هم له افغان سولې د ملګرو ملتونو ملاتړ مهم بللی او په خبره یې دغه سازمان باید په روانو کړکېچنو حالاتو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d9%84%d9%87-%d8%b3%d8%aa%d8%b1%d9%88-%d8%ae%d9%86%da%89%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d9%85%d8%ae-%db%8c%d9%88%d8%8c-%d8%ae%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب