چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهدوحه کې د افغان حکومت او طالب پلاوو ترمنځ خبرې لاهم کومه...

دوحه کې د افغان حکومت او طالب پلاوو ترمنځ خبرې لاهم کومه پایله نه لري

تاند ( پنج شنبه، د میزان۳) د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ وایي د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو ترمنځ خبرې روانې دي خو لا پایلې ته نه دي رسېدلي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند په وینا تېره ورځ هم د تماس ډلو په خپلو کې د اجنډا او تخنیکي مسایلو پر سر خبرې کړې دي خو، په خبره یې په دې برخه کې ځینې خنډونه موجود دي.

ډاکټر نعیم وردګ د ستونزو او خنډونو په اړه په واضح ډول یاو نه ده کړې، خو ټینګار یې کړی، چې تماس ډلې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي څو خنډونه له منځه یوسي او په بین الافغاني خبرو کې د اجنډا پر سر بحثونه پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو ډلو ترمنځ شاوخوا ۱۲ ورځې وړاندې د خبرو پرانسته وشوه، چې پکې د افغان چارواکو په ګډون د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو هیله بښونکې ویناوې درلودې.

بل لورته افغان ولس بیا تر هرڅه وړاندې له ښکېلو لورو د اوربند غوښتنه کوي.

بل لورته افغان سیاسي شنونکي او نړیوال هم دسولې د خبرو پيل سره سم د اوربند پر ټينګېدو ټينګار کوي او وایي دا کولای شي د دواړو ډلو ترمنځ باور زیات کړي.

1 COMMENT

  1. که چیری اخلاص، زړه سوی په دی مظلوم اوولس، له الله ج ویره، د محشر د ورځی له حسابه ویره، له خپل ملک سره وفا داری په منځ کښی وی داسوله بریالی دی. او که چیری دا شیان نه وی دا سوله نکیږی. اخلاص او هیره له خدایه نسته ګنی له اولی ورځی باید اوربند سوی وای تر څو د دواړو لوریو یو مسلمان هم نه وای وژل سوی. ولی هر څه برعکس دی د قدرت له پاره باید د ځوانانو سرونه ورژیږی او تاسو او دا نور باید تر زینی جوړی او بلند منزلو ته وخیږی. و الله العلم له زړونو مو څوک خبر ندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب