جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعادله راز: نړیوال دې د سولې په خبرو کې د افغان ښځو...

عادله راز: نړیوال دې د سولې په خبرو کې د افغان ښځو له حقونو دفاع وکړي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۳) افغان مېرمنې د سولې په خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه ا ندېښنمنې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي افغان مېرمنې له طالبانو سره په روانو خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه ویره او اندېښنه لري.

د نوموړې په خبره نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د سولې په روانه پروسه کې د ښځو پر اساسي حقوقو چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال نه و مراعات کړي، ټینګار وکړي.

د نوموړې په وینا ښځې باید د کار او زده کړو حق ولري او وکړی شي په ازادانه توګه خپلې خبرې وکړي.

له دې سره جوخت د امریکا کانګریس ته بیا زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د ښځینه وو پر حقونو به معامله نه کېږي او له طالبانو سره پر دې مسایلو واضح بحثونه کېږي.

عادله راز داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه یې نتیجه معلومه نه ده خو افغان میرمنې اندیښنه لري چې له ترلاسه شوې حقونه هم د سولې په راتګ کې له لاسه ورنه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب