Homeخبرونهولسمشر غني: له سترو خنډونو سره مخ یو، خو سوله مو لومړیتوب...

ولسمشر غني: له سترو خنډونو سره مخ یو، خو سوله مو لومړیتوب دی

تاند(پنج شنبه، د میزان ۳) ولسمشر غني وایي سوله او اوربند یې د چارو لومړیتوب دی.

ولسمشر غني تېره شپه د ویډیو کنفرانس له لارې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا وکړه.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی خو تر ټولو لومړیتوب اوربند او سوله دي.

هغه له افغان سولې د ملګرو ملتونو ملاتړ مهم بللی دی او په خبره یې دغه سازمان باید په روانو کړکېچنو حالاتو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

ولسمشر غني په سیمه کې د ترهګرو مرکزونو ته په اشارې ویلي چې د یوه با ثباته افغانستان لپاره باید په سیمه کې د ترهګرو او ترهګریزو فعالیتونو رېښې له منځه لاړې شي او پر وړاندې یې باید جدي اقدام وشي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د جوړولو او له ناخوالو د راتلونکي نسل د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

هغه د سولې پروسه یو مهم پرمختګ بولي خو تمه لري چې په دوحه کې روانې خبرې په افغانستان کې د اوربند او جګړو د کمېدو سبب شي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره اونۍ په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

بل خوا افغان حکومت ادعا کوي چې ورځ تر بلې د طالبانو تاوتریخوالی زیاتیږي او وضعیت کړکیچن لورې ته روان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...