Homeخبرونهسکاټ مېلر: ټوله نړۍ د طالبانو وروستیو بریدونو زیاتېدو ته متوجه ده

سکاټ مېلر: ټوله نړۍ د طالبانو وروستیو بریدونو زیاتېدو ته متوجه ده

تاند (چهارشنبه د میزان ۲) د مسلح قواو لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا‍، د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي او د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر نن له غرمې کندهار ولایت ته سفر وکړ.

د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو چاوراکو د کندهار د والي حیات الله حیات تر څنګ په یاد ولایت کې له یو شمېر ځايي چارواکو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل، چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کي قرار لري، خو په خبره یې طالبانو د تل په څېر خپلو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د مسلحو قواوو لوی درستیز جنرال یاسین ضیا هم په خپلو خبرو کې وویل، چې طالبان د سولې له روانو مذاکراتو څخه ناوړه ګټه اخلي.

د ښاغلي ضیا په خبره طالبانو د سړک غاړې او پرسونل ضد ماینونو په شمول خپلو بریدونو ته زور ورکړی، خو زیاتوي چې امنیتي سرتېرو ورته سخت تلفات ور اړولي دي.

د نوموړي په وینا طالبان خپلو ژمنو ته وفادار نه دي او هڅه کوي چې خلک ناارامه کړي.

په همدې حال کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم د طالبانو وروستیو بریدونو او د تاوترخوالي زیاتوالي ته په اشارې سره ویلي، چې ټوله نړۍ دې حالت ته متوجه ده او باید تاوتریخوالي راکم کړل شي.

طالبانو تر اوسه د یادو چارواکو د څرګندونو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنو او هدفي وژنو زور اخیستی چې امنیتي چارواکي یې د طالبانو کار بولي، خو دې ډلې په ځلونو د چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...