جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمولوي سلیم: ټول ملت دې د نقد او تخریب پر ځای د...

مولوي سلیم: ټول ملت دې د نقد او تخریب پر ځای د مذاکره‌کوونکي پلاوي ملاتړ وکړي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲) لومړۍ مېرمنه بي بي ګل وايي، روانه جګړه په افغانانو تپل شوې او تحمیلي سوله باید ونه مني.

د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت د جګړې له قربانیانو سره د سولې مشورتي ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا ترسره شوه.

دغه ناسته چې په چهار چنار ماڼۍ کې تر سره شوه پکې لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا چارواکو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو، د جګړې قربانیانو او ځیني نورو مشرانو ګډون درلود.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جګړې لوري باید د قربانیانو حقونه وپېژني او قربانیان د هوکړه‌ لیک له ګټو تر نورو ډېر برخمن شي.

په دغه ناسته کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم وویل، باید د جګړې د قربانیانو خبرې، مشورې او نظرونه واورېدل شي او ګټه ترې واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړه د حکومت مذاکراتي پلاوی ټولشموله دی چې د ټول ملت نظرونه، وړاندیزونه او طرحو ته درناوی او پرېکړې به یې په پام کې ونیول شي.

مولوي سلیم مذاکرات د سولې بهیر لپاره یو مهم فرصت وباله او زیاته یې کړه چې د نقد او تخریب پر ځای دې ټول ملت د مذاکره‌کوونکي پلاوي هر اړخیز ملاتړ وکړي.

غونډې ته له هلمند څخه راغلې لیلما چې خاوند او اولادونه یې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي وویل، په هر ډول چې کېږي غواړي اوربند وشي او د روانې جګړې د ودرېدو غوښتنه یې وکړه.

د جګړې یوه بل قرباني صدام افغان وویل: «زموږ او تاسو میلیونونه خلک شهیدان شوي او ټپیان شوي دي؛ درد مو یو دی او دښمن مو هم معلوم دی. دښمنه مو جګړه ده او موږ سوله غواړو.»

دوی په خپلو خبرو د عدالت پر عملي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې جنګي مجرمان باید هېر نه شي.

په ورته مهال د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسې شهرزاد اکبر وویل که د جګړې د قربانیانو حقونو ته رسېدنه ونه شي، سولې ته رسېدل به ستونزمن وي.

هغه د سولې خبرو په روانو مذاکراتو کې د قربانیانو حقونو پر بحث ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره د قربانیانو د استازو د مخامخ خبرو زمینه دې برابره شي.

په یاده ناسته کې د حج او اوقافو وزارت مرستیال عثمان طارق هم د سولې په هوکړه لیک کې د جنګي مجرمینو او د جګړې قربانیانو په نه هېرېدو ټینګار وکړ.

لومړۍ مېرمنې د ناستې ګډونوالو او د جګړې قربانیانو ته وویل، لکه څنګه چې روانه جګړه په افغانانو تپل شوې، تحمیلي سوله باید ونه مني.

مېرمن بي بي ګل په خپلو خبرو کې وویل، داسې سوله باید راشي چې د خلکو د غوښتنو پر اساس وي.

1 COMMENT

  1. سیلم صاحب، پرون د همدی طالب مشرانو په مشوره، دلالو طالبانو ارزګان کې هغه دېرش سرتي شهیدان کړي چې دوی ته تسلیم شوی وه . لعنت دی وي په داسې حرمونو. دوی یوازې وخت ضایع کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب