جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو ارزګان کې ۲۸ تسلیم شوي سرتېري وژلي

چارواکي: طالبانو ارزګان کې ۲۸ تسلیم شوي سرتېري وژلي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲) د ارزګان ځايي چارواکي وايي طالبانو هغه سرتېري وژلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هغوی په محاصره کې وو.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، وسله والو ورسره ژمنه کړې وه چې دغو سرتېرو ته به له تسلیمېدو وروسته زیان نه رسوي، خو په خبره یې چې خپله ژمنه یې نه ده پوره کړې او ۲۸ واړه ټول سرتېري يې وژلي دي.

د راپورونو له مخې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې د ولسوالۍ ګڼې سیمې یې نیولي دي.

یو شمېر سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ددغې ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ د طالبانو له لوري محاصره شوي هم دي.

د سرچینې په خبره ددې جګړو له امله تر سلو ډېر سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور یې ورک دي.

که څه هم ګیزاب ولسوالۍ ته له مرکز ترینکوټ څخه کمکي سرتېري رسېدلي، خو محاصره سرتېري وايي جګړه سخته ده او که نوره مرسته ورته ونه رسېږي ولسوالۍ به له سقوط سره مخامخ شي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټويټ پیغام کې د حکومتي چارواکو دا ادعا رد کړي چې ګوندې یاد ۲۸ سرتېري یې له تسلیمۍ وروسته وژلي دي.

د مجاهد په خبره دا سرتېري د دوی له جنګیالیو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

4 COMMENTS

  1. څوک شته چې دا خپل وروڼه وګټي، او د دوی بدل واخلي ؟ داسې څوک شته چې په دوحه کې د ملابرادر او په ارګ کې د اشرف غني په مرۍ ګوتې کیدي، او سړه خوله یې واړوي؟
    دا سیند راوړي دي؟ او که دا هم د چا بچي دي؟ ته یې وژني او ته یې ساتلی نشې !!

  2. ددې سپې زامنو سره مذاکرات په قران که نتیجه ورکړي. د پنجاب او ای اس ای په فاحشه خانو کې دا لوی شوي حرموني دلالان له افغان وژنې بل هیڅ کار او اجندا نلري.

    کله چې یو طالب په زندان کې ووهل شي، د بشری حقوقو څانګې خپلې خولې تر کونې څیرې کوي، اوس یې ولې خولې تړلي دي. نريواله ټولنې ته هم د شرم ځای دی چې د پاکستان په مستقمې مرستې دا جاری افغان نسل وژنه یوازې په تقبیح کولو تیروي او پرې خاورې اچوي. په نورو هېوادونو کې جنګې مجرمان محاکمه کېږي خو افغانستان د نړۍ یوازنی هیواد دی چې هره ورځ پکې جنګې او د بشر د حقوقو ناقضین له بنده ازادېږي. افغانان هم انسانان دي، کورنۍ لري، ماشومان لري، غواړي ژوند وکړي او به ژوند کې یوه خوشحاله شیبه ولري.

    طالب دلال مشرانو، والله که د کامیابۍ مخ هم وګوری. مردار مخونو مو په دنیا او اخرت په غولو او مرداریو لړلي باد او تر دی نور ذلت او شرم مو نصیب شه. دا د هر افغان مسلمان د دعا ناره ده. انشاالله چې چې نتیجه به یې دېر ژر وګورئ

  3. دا چه مخاصره وو ولی کومک نه دی وررسیدلی مربوطه وزارت مسول دی۰
    دا وخشت د تخمل وړ نه دی۰امنیتی چارواکی باید و پوښتل شی۰
    هو دا باید قبول کړو چه دا د پاکستان سیاست دی چه طالیبان موفق وښی۰
    مګر مقابل کښی دطالیب سره باید همداسی وشی۰
    ولی مو ۵۰۰۰ بندیان خوشی کړل باید مفسد طالیبان وژل شوی وای۰
    شهیدو سربازانو ته دی خدای مغفرت نصیب کړی۰
    او وارثینو ته دی خدای د زړه تسلیت او صبر ورکړی۰ډیر دردناک او غم انګیز خبر دی
    خدای دی زمونږ مظلوم قوم له دغه حاله نور خلاص کړی۰
    رازمخمد کامه وال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب