Homeخبرونهخلیلزاد: هېڅکله به ۳۰ کاله وړاندې غیرمعقول چلند تکرار ته اجازه ورنکړي

خلیلزاد: هېڅکله به ۳۰ کاله وړاندې غیرمعقول چلند تکرار ته اجازه ورنکړي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دوی اوس هم د سولې په پروسه کې دخیل دي او هر څه له نږدې څاري.

خلیلزاد زیاته کړې امریکا به ټولې هغه غوښتنې بیا بیا په مذاکراتو کې مطرح کوي کوم، چې هغه د هر افغان حق خوندي کولای شي.

نوموړي د امریکایي استازو پوښتنو ته په ځوابونو کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو هوکړه تر اوسه په سمه توګه عملي شوې نه ده، خو بیا هم دا د امریکا لپاره ویاړ دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه راز ډاډ ورکړی چې بین الافغاني مذاکرات به بریالي کېږي او په افغانستان کې به د روانې جګړې د درېدو سبب ګرځي.

نوموړي دا هم ویلي چې د شوروي تر وتلو وروسته د افغان مشرانو غیر معقول چلند افغانستان د جګړو په ډګر بدل کړ خو، امریکا به هېڅ وخت اجازه ور نه کړي، چې په دغه هېواد کې د ۱۹۹۰ز کال پېښې بیا تکرار شي.

https://taand.net/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%da%98%d8%b1-%d8%a8%d9%87-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%85%d8%ae%d9%87-%d8%ae%d9%be%d9%84-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...