شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ننګرهارپه مومندره کې یوځل بیا پاکستانیو ځواکونو د تاسیساتو جوړول پيل...

د ننګرهارپه مومندره کې یوځل بیا پاکستانیو ځواکونو د تاسیساتو جوړول پيل کړي

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲) د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې د پاکستاني ملېشو له لوري د تاسیساتو جوړولو پر له سختې جګړې وروسته یادې سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، پاکستاني عسکر یو ځل بیا له کرښې راوښتي او په دې ولسوالۍ کې یې د تاسیساتو پر جوړولو لاس پورې کړی دی.

ځايي اوسېدونکي وایي، چې پاکستاني ځواکونه پر هغه ځای خپل تاسیسات رغوي، چې شپږ میاشتې وړاندې پکې افغان ځواکونه اوسېدل.

د دوی په خبره غوړکه سیمه وړاندې تر دې د طالبانو په لاس کې وه خو شپږ میاشتې وړاندې افغان ځواکونو ورباندې عملیات وکړل او سیمه یې د هغوی له موجودیته پاکه کړه.

ځایي خلک وایي د حکومت له عملیاتو وروسته دوی امنیتي پوستې ځای پرځای نه کړي او همدا لامل دی، چې اوس ورباندې پاکستاني ځواکونو د تاسیساتو جوړول پیل کړي دي.

سره له دې چې ګڼو شنونکو ویلي، افغان حکومت ډیورنډ فرضي کرښه له پاکستان سره منلې ده خو حکومت یې پر وړاندې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او دې چارې د حکومت پر نیت د خلکو شکونه لا ډېر کړي دي.

موږ هڅه وکړه څو په دې اړه د ننګرهار د ولایتي ادارې تازه نظر را واخلو خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب