جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهحسن روحاني: امریکا به زموږ غوښتنو ته تسلیمېږي

حسن روحاني: امریکا به زموږ غوښتنو ته تسلیمېږي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲) د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي امریکا به حتمي د ایرانیانو غوښتنو ته تسلیمېږي.

حسن روحاني د ملګرو ملتونو د پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت ددغه سازمان عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي د ایران حکومت او ملت په حقه دی او هېڅ وخت به د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي.

هغه ویلي د امریکا راتلونکی ولسمشر به ارو مرو د ایرانیانو غوښتنو ته تسلیمېږي او ددغه هېواد حقوقو ته به درناوی کوي.

نوموړي پر نړیوالو غږ کړی چې د امریکا د ځانغوښتنې مخه ونیسي او له غیر قانوني فشارونو یې مخنیوی وکړي.

روحاني داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې دوه ورځې وړاندې امریکا تازه بندیزونه ورباندې وضع کړل او ایران یې په سیمه کې د ترهګرو ستر ملاتړی وباله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...