شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهناټو وایي هیله لري بین الافغاني خبرې په لومړي دورکې پایله ولري

ناټو وایي هیله لري بین الافغاني خبرې په لومړي دورکې پایله ولري

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲) په افغانستان کې د ناټو ملکي استاري سټیفانو پونتیکور د ملي مصالحې عالي شورا له مشرعبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ویلي تمه لري، چې د افغان سولې مذاکرات په لومړي پړاو کې پایلې ولري او دلته د تاوتریخوالي د ختمېدو سبب شي.

پونتيکورو ویلي ناټو د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو زیاتوي د سولې د پروسې د ملاتړتر څنګ د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم ادامه ورکوي.

په ورته وخت کې په اروپا کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي، چې له افغان ځواکونو او افغان حکومت به د ناټو ملاتړ دوامداره وي او د افغان ځواک په پیاوړتیا کې به لا ډېرې هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې هڅې په دې وروستیو کې هیله بښونکې شوي خو ورسره هم مهاله په ټول هېواد کې جګړه هم تېزه شوې ده.

عام افغانان هیله لري، چې ډېر ژر به دواړه لروي اوربند وکړي او جګړه به ختمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب