تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲) د سعودي عرب رسنۍ وایي، ښايي د روانې میاشتې په ۱۳ مه د عمرې د حج مراسم له سره پیل شي.
د یاد هېواد ځينو رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله ویلي، چې د راتلونکې اکټوبر له ۴ مې یا د تلې میاشتې له ۱۳مې نېټې وروسته به بېرته د عمرې مراسمو د ترسره کېدو اجازه ورکړي.
د سعودي عربستان حکومت بیا ویلي، چې د دې مراسمو د ترسره کېدو لپاره به ځانګړې تګلاره جوړېږي او د ټولو روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره به د عمرې مراسمو د ترسره کېدو لپاره اجازه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عمرې حج د ترسره کېدو مراسم د کورونا وبا د خپرېدو له وېرې درېدلې وه.
https://taand.net/%e2%80%ab%d8%b3%d8%b9%d9%88%d8%af%d9%8a-%d8%af-%d8%ad%d8%ac-%d9%85%d8%b1%d8%a7%d8%b3%d9%85%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d9%86%d9%88%d9%8a-%d8%aa%d8%af%d8%a7%d8%a8%db%8c%d8%b1-%d8%a7%d8%b9/