شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهټرمپ: ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي

ټرمپ: ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۲) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته په خپله وینا کې ویلي،‌ ژر به له افغانستان خپل ځواکونه وباسي او په دغه هېواد کې به د امریکا اوږده جګړه ختمه کړي.

هغه ټینګار کړی، چې امریکا په ټوله نړۍ کې د سولې غوښتونکې ده خو په دې برخه کې له ځواکمن دریځ خبرې کوي.

ټرمپ ویلي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ختمولو بوخت دي او هڅه یې دا ده، چې په دغه هېواد کې د خبرو له لارې یوه هوکړه رامنځ ته شي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په دوحه کې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ بین الافغاني خبرې روانې دي.

دغه راز هم مهاله د افغانستان ډېری ولایتونه د خونړیو جګړو شاهد دي او بهرني ځواکونه په خپلو نظامي اډو کې له هر ډول ګواښ خوندي دي.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%d8%aa%d8%a7%d9%88%d8%aa%d8%b1%db%8c%d8%ae%d9%88%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب