جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي د طرزالعمل پر سر لا...

د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي د طرزالعمل پر سر لا موافقې ته نه دي رسېدلي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۳۰) له قطر څخه د افغانستان د سولې په خبرو کې شاملې خواوې وايي چې لا یې هم د طرزالعمل او اجنډا پر سر اختلاف پای ته نه دی رسولی.

د دواړو خواوو د تماس ډلو د تېرې اوونۍ د شنبې په مازدیګر له پرانستونکې غونډې وروسته د رسمي خبرو لپاره د اجنډا او طرزالعمل پر جوړولو خبرې پیل کړې وې.

پرون په قطر کې د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي تاند ته وویل چې پر اکثرو اختلافي مواردو یې سلا کړې ده.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویندوی فریدون خوځون بیا ازادي راډیو ته وویل چې دواړه خواوې له ۲۲ مواردو پر ۲۰ موافقې ته رسېدلي او تمه لري چې دوه نور مواردو به هم ژر حل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د مرکچي پلاوي ویندوی نادر نادري نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي« د دواړو خواوو د تماس ډلو نن مازدیګر ګډه کاري جلسه درلوده. پدغه جلسه کې چې څو ساعته یې دوام وکړ، د افغانستان د سولې مذاکراتو پر کاري طرزالعمل بحث وشو چې په پایله کې یې د اختلافي مواردو د حل په برخه کې پرمختګ وشو. »

خو ده نه دي ویلي چې د رسمي مذاکراتو رسمي طرزالعمل نهايي شوی دی بلکې ویلي یې دي چې ژر به نهايي شي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي هم وايي چې لا طرزالعمل نهايي شوی نه دی.

خو دواړه خواوې وايي چې نن مازدیګر ناوخته یې پر طرزالعمل څو ساعته خبرې وکړې او په لړ کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د طرز العمل پر سر د دواړو خواوو د خبرو اوږېدا ښيي چې دا خبرې به څومره ستونزمنې، پېچلې او اوږدې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب