جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو له څو ورځو راهیسې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ سخت...

چارواکي: طالبانو له څو ورځو راهیسې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ سخت بریدونه پیل کړي

تاند، شنبه د سنبلې ۳۰مه: طالبانو له څو ورځو راهیسې د ارزګان ولایت په ګېزاب ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.

په مشرانو جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی محمد حنیفي وايي، طالبانو له څو ورځو راهیسې ددغه ولایت پر ګیزاب ولسوالۍ بریدونه پیل کړي چې له امله یې د امنیتي سرتېرو ۸ پوستې سقوط شوي دي.

د حنیفي په خبره که یادې ولسوالۍ ته تازه دمي سرتېري ونه رسېږي، ښایي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

نوموړي په دې بریدونو کې امنیتي سرتېرو او طالب جنګیالیو ته د مرګژوبلې اوښتو په هکله معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي بسم الله جان محمدي وايي، چې د طالبانو د بریدونو له امله په ګیزاب ولسوالۍ کې تر لسو زیاتې پوستې سقوط شوي دي، خو د ارزګان ولایت چارواکو دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې امنیتي سرتېرو یواځې تکتیکي شاتګ کړی دی.

ولایتي چارواکي وايي چې ډېر ژر به یادې ولسوالۍ ته کمکي ځواکونه واستوي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تېره شپه د ګیزاب تر څنګ د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې ۷ تنه طالبان او ۲ افغان سرتېري وژل شوي او دوه تنه طالبان هم ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې دوه ورځې وړاندې هم په ګېزاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د محلي پولیسو د یوه قومندان په کور برید کې د هغه د دوو زامنو په ګډون ۴ کسان ووژل او ۷ تنه ماشومان یې ټپیان کړل.

طالبانو تراوسه پدي هکله څه ندي ویلي.

د یو بله خبر له مخې، چارواکي وايي په میدا وردکو ولایت کې ۱۷ تنه طالبان له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د میدان وردکو د والي ویاند محب الله شریف زوی وايي، نښته هغه پرون ماښام مهال رامنځته شوې چې طالبانو چک ولسوالۍ ته د تلو پر مهال پر دولتتي ځواکونو برید وکړ.

د نوموړي په وینا د امنیتي سرتېرو په ځوابي برید کې ۱۷ تنه طالبان مړل او دوه نور ټپیان شوي دي، خو په زیاته کړې یې ده چې ددې برید له امله امنیتي سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب