جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران د امریکا د لا ډېرو بندیزونو له خطر سره مخامخ دی

ایران د امریکا د لا ډېرو بندیزونو له خطر سره مخامخ دی

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳۱) رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له خولې ویلي، چې د ټرمپ حکومت به ډېر ژر پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې بندیزونو کې به څو کمپنۍ، سیاستوال او سوداګریزې ادارې شاملې وي.

دا هغه ادارې دي، چې د ایران د توغندیو جوړولو او اټومي فعالیتونو له بهیر سره مرسته کوي.

امریکا تر دې وړاندې له ملګرو ملتونو هم غوښتي، چې پر ایران دې وضع شوي بندیزونه بېرته را وګرځوي، خو د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ویلي ډاډه نه دي، چې پر ایران دې د بندیزونو د راګرځولو پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې ځینو اروپايي هېوادونو بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د امریکا غوښتنې ته تسلیم نه شي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي وو، چې هېواد یې یو ځل بیا پر ایران لګول شوي بندیزونه تازه کړي او له ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې پر یاد هېواد لګول شویو بندیزونو ته ژمن اوسي.

پومپيو ګواښ کړی وو هغه هېوادونه، چې د ایران پر وړاندې لګول شویو بندیزونو ته ژمن پاتې نه شي مجازات کېږي او دوی به یې پر وړاندې تر ټولو سخت اقدامات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب