جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان تاریخ ته د سرور دانش سپکاوی له توند غبرګون سره...

د افغانستان تاریخ ته د سرور دانش سپکاوی له توند غبرګون سره مخامخ شو

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) په بامیان کې د ولسمشر غني په وړاندې د ده د دوهم مرستیال سرور دانش له لوري له احمدشاه بابا رانیولې تر محمد داوودخان پورې په توهین آمیز ډول له طالبانو سره د افغانستان د ټولو شاهانو پرتله په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه پارولي دي.

سور دانش پرون (یکشنبه) په بامیان کې د ولسمشر غني په حضور کې د افغانستان موسس او هغه ټول شخصیتونه په سپکه یاد کړل چې ښاغلی غني یې ځینې وخت خپل ایډیال شخصیتونه یادوي لکه امان الله خان.

دانش د امارت په اړه د څرګندونو په ترڅ کې وویل«طالباني نظام د سدوزايي او محمدزايي له سلطنت سره، چې له ۱۷۴۷ څخه تر ۱۹۷۸ پورې یې پر افغانستان څه باندې ۲۳۰ کاله حکومت وکړ، د روح او محتوا له نظره هیڅ توپیر نه لري. په هماغه نظامونو کې هم د یوې قبیلې یوې وړې ډلې په موروثي او په استبداد او دیکتاتورۍ پر افغانستان حکومت وکړ، د امارت په نظام کې هم د ټول عمر لپاره د یوه ملت پر برخلیک د اتباعو د اساسي حقونو له رعایت، عمومي ازادیو او حتي اساسي قانونه پرته د یوه فرد حکومت مطرح دی. د امارت نظام له قانونه پورته نامحدود او مطلقه دی.»

د افغانستان موسس احمدشاه بابا د ۱۷۴۷ په جولای کې د لویې جرګې له لوري د افغانستان پاچا غوره شو. او په ۱۹۷۸ م کال یا د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د ثور په اوومه د محمد داوودخان حکومت د یوې کودتا له لارې وپرزول شو او له همهغه مهاله تراوسه پورې افغانستان کراره ورځ نه ده لیدلې.

 

تر دې وړاندې هم پر سرور دانش تور پوري شوی چې په میدان وردک ولایت کې ځايي هزاره قوم هڅوي چې کوچیان خپلو څړځایونو ته پرېنږدي. د ده په اړه دا هم ویل کېږي چې د علیپور په شان ملېشه ځواکونه ساتي او د هغو په وسیله قومي مسایلو ته لمن وهي.

سرور دانش په داسې حال کې قومي مسایل مطرح کوي چې د ولسمشر د دوهم مرستیال په دفتر کې له هزاره پرته بل څوک نه لیدل کېږي.

13 COMMENTS

  1. د افغانستان ټول خلک له هزاره قوم سره کومه ستونزه نه لري . هغوی آرامه ، زحمتکشه او وطندوسته خلک دي .
    ستونزه پداسې بې کفایته ، متعصبه او تنګ نظرو هزاره مشرانو کې ده چې له خپلو هم ګوندیانو لکه کریم خلیلي ، محمد اکبري او نورو سره هم په یوه لار نشي تلاي.
    د احمدشاه بابا په وخت کې هزاره ګانو په دولت کې پوره واک درلود. غازي شاه امان الله خان ورته ټوله آزادي منظوره کړه . امیر عبدالرحمن خان دخپل دفتر رئیس محمد کاتب هزاره تعیین کړاو دهغه پواسطه یې سراج التواریخ ولیکه .
    سروربې دانش ته د رحمان بابا دا شعر چې وایی:
    که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
    خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې
    کفایت کوي . د سرور خان دفتر کې یواځې د خپل قوم کسان مقررېدی شي . که فرضا هغه د هېواد ولسمشر شي ، نو ټول واک به خپل قوم ته ورکړي . دا کاملا بې انصافي ده .

  2. ښاغلو پښتنو مشرانو او کشرانو سلامونه می قبول کړی۰
    حقیقت دادی چه په مونږ پشتنو کښی اتفاق نشته ځوک د منطقی د استخباراتو ښکار دی
    څوک د پنجاب په خدمت کښی دی۰
    ځینی دپیسو په جمع کولو پسی روان دی۰
    د پشتنو تر اوسه یو رشتنی مشر نه معلومیږی۰
    نو همدا علت دی چه هر څوک هر څه وایی اوهر یو پر پشتنو ظلم کوی۰
    مونږ د یو داسی مشر کمبود لرو چه د خارجی استخباراتو غلام نه وی ۰
    مننه

  3. ځینی وختونه می بوډۍ مېرمن هم را ته د بدبینۍ د حس د غښتلتیا له امله په خښم سی او را ته وائی چی سړیه دومره شک او بدبینی هم نه ده په کار البته زه ور ته په جواب کی وایم:
    یوویشتمه پیړی د شک او تردید او بدبینی او تلوار او سرعت پیړی ده.
    ګومان کوم سرور دانش ته د نورو درنو او نفوذی او مرموزو او غیر محسوسو او غیر مرئی سوداګریزو ادرسونو
    ( هوښیار سړئ قربان سم چه په نیمه پوهیږی ) لخوا ددی ډول ځوروونکو او ملی ضد څرګندوونو ماموریت ورکړل سوی وی څو د قومی – تباری کرکی او نفرت ایرې ګرمی او تودې وساتی او احتمالاً د راتلونکو اجتماعی او سیاسی او ژبنی او مذهبی ناخوالو د اُګرې دیګ جوش ته چمتو وی.

  4. سرور جاهل ، دايران ګوډاګي ، رافضي کافر دافغانستان دمجاهد اوقهرمان ولس اومشرانو عظيم دښمن دي . رسول اکرم صلی الله عليه وسلم : فرمايلي دي : المرء مع من احب . هرکس به دهغه چاسره (په قيامت کي ) وي چي ورسره يي مينه وي . قاتله الله الروافض الانجاس واعوانه .

  5. دا خلک ملامت ندی له منډوی ریاست جمهوری ته یی ډیری نا خوالی وګاللی، چی دا ددوی شعار دی د قدرت او تعلیم لپاره حتی ځان هم وپلورلی ( دوی ته مشرانو ویلی چی تن فروشی وکړی او ځان مطرح کړی) او دا ټول ګلان موږ ته کرزی صاحب وکرل په عوض ددی چی محاکمه سی ملیاردر یی کړل او تر ریاست جمهور یی ورسول. د افغانستان تاریخ ته که وګورو دوی ددی خاوری اصیل بچیان هم ندی. ولی دوی زموږ د همدی مشرانو چی سرور لوده یی نومونه په سپکه یاد کړل پاتی شینو همدی ځای ته ورسول. دا اولین سفر دده بامیانو ته وو او هلته یی خپل اصلی رنګ وښوود او سر چینه یی هم معلومه سوه چی غلام غلام دی او دوی به د ایران موخی په افغانستان کښی پالی.

  6. نوش جان د شی دا بی غیرته پشتانه چی په کدیو ناست دی غیر له کبر غرور او اکتونو نو سه کری بیا یی هم نوش جان شه قسم دی زه د دیی خطا کارو سره په دی شکیل وم چی پشتون یم نو ما ویل وخت به یی راشی باور وکری چی داسی یو پشتون چی په تول موضوعاتو خبر وه بیا هم چی سرپرست وزیر شو دروازی ته ورغلم وای وخت نلرم یو بل یی هم همدارنگه رنگ یی ورک که بیغیرته شوی یو دا به منی

  7. ګیله نه کیږی هغوئ نه چې غله وي
    د ښامار غوندې په مال پسې چې مړه وي
    دا دې خدای نه کړې رهبر د دغو خلکو
    چې چینجي غوندې ، په خوسا ډند کې پراته وي
    خوار پښتون خو د ډوډۍ په غم کې مړ دی
    خو خانان مو د پردو غیږ کې پراته وي
    هر یو ساتي خپل مقام ،مال ثروتونه
    تمه مه کړې چې په دغه غله مله وي
    اوس به ګورو خیټورو پښتنو ته
    لا تر څو به د غفلت په خوب ویده وي
    هر هغه چې د پښتون شملې ته بد کړي
    یاخوګان دي یا خوسپي او یا به خره وي
    د اسلام په نو م چې هر پښتون رهبر شي
    زمونږ د خلکو په اوږو باندې پراته وي

  8. سرور جاهله ، سرور بی دانشه ، سرور بی ناموسه وخت رانږدی شوی دی بیابه دی په مور در سپریږی انشاءالله لږ انتظار وکړه.

  9. یانې دا په روغ لاس د غونډو پښتنو د طالبانو لورې ته ټیل وهل دي.
    ځکه چې مونږ ټول پښتانه په ستر امپراطور احمدشاه بابا ولاړ یو، او دوی هغه سترې پاچهۍ د طالبانو د امارت سره برابروي.
    اې نااهله مشره ! اې د امریکې په ډالرو او د ایران په لمسون ګمراه شوي یه ! تو لعنت شه او ستا په دې خوله شه !
    ولسمشره ! ته افغانیت نه پیژنې ؟!

  10. ای منورینو افغانانو تر څو به د متزلزلو او ارتجاعی او خوش باوری مفکورو او وینا ګانو ځنځیرونو کښي زندانی وۍ ؟ ایا تاسو ددی ملی خائینینو وحشت او ظلمونه د ظالم شوروی غلامانو دبربریت دوره کښی او بیا د دی ملی خائینینو جاهلو غلامانو د ظالمو امریکا + انګلیس ، ایران او پاکستان بربریت دوره کښي شاهدان نه یاستۍ ؟؟؟ اوتر څو به ددوی رنګارنګ وحشی ازمایښتونه د اجنبیانو په کومک د دیموکراسی او ازادی بیان بابولانو شعار لاندی دوام ولری چی د ملت د استقلال تر لاسه کولو ستری قربانی هم د پخوا ځلانده تاریخ او هم د شوروی یرغل او اوسنی مکار امریکا یرغل کښي دداسی خرڅ شوو له خوا د اجنبیانو خائینو هدفونو رسیدو لپاره باید وزغمل شی ؟؟؟؟ دا مکاره امریکا د زهرناکه ډالرو او د خپل ازمایښت شوی دوست پاکستان په کومک اود خائین خلیلزاد تر رهبری غوښتل کیږی چی د مصنوعی صلحی بابولانو په واسطه د خپلو تربیه شوو ډالرو غلامانو او د مرتجعو منورینو له لاری غیرتی واحد ملت سستیماتیک ټوټه کیدو ته اماده کړی او دی خائین هدف ته نیږدی شوی هم دی !!!! اشرف غنی او حامد کرزۍ دواړه د ملت اساسی دوښمنان دی او دا دوی دی چی دی قاتلانو ته ئی داسی خائینه زمینه برابره کړی دی ، د اشرف غنی کاکا قیوم کوچی د کابل تلویزیون مرکی کښی په جرأت سره واضح اظهار کړۍ دی چی ماته اول امریکا اهمیت لری او وروستی مرحلی کښی بیا افغانستان نو اوس باید پوه شۍ چی د افغانستان موضوع باید اصیل افغانان د مظاهرو او اغتشاشونو په وسیله تر لاسه کړی او اروپا ، امریکا کښي د سی آي اي ډالرو غلامان باید هیڅ ځای حتی د افغان پورتالونو کښی د افغانانو افکارو مغشوش کولو او خطا ایستلو لپاره ځای پیدا نکړۍ شی !!!!!!

  11. له داسی یونظام څخه به څنګه افغان ملت ملاتړوکړی چی په لمړی درجه رهبری کی یی یوڅوک په ډیره شرمیدلی لحجه داسی خبری کوی چی دهیوادتاریخ ته په کښی سپکاوی شوی وی ایا سروردانش یوازی دبامیانونماینده ګی کوی که دټول هیوادکه چیری دی یوازی دیامیانومدافع وی نوبیاضرورت نه لیدل کیږی چی دی دهیوادپه داسی لمړی درجه پوسټ کی کاروکړی دهیوادتاریخ ته چی دنړی زبرځواک په چپ نظرکتلی دی هغوی له خاوروسره خاوری سوی دی ډپښتنویومتل وایی (میږی ته جی الله ج قروسی نووزرورکړی) دابه یی دتباهی اوبربادی وخ وی داسی څرګندونی بایدددولت له لوری نادیده ونه نیول شی بلکی په اړه یی بایداقدامات ترسره کړی دنه اقدام په صورت کی داسی ویناوی دهیوادحالات نورهم خراب کړی .

  12. په پښتنو کي داسي نر نشته چه را ميدان ته شي او د خپلو ګټو دفاع ښکاره په لوړ غږ وکړي.
    په دي نرښځيو لکه اشرف غني او کرزي باندي څه نه جوړيږي، کرزي ته د جمعيت د ګوند غړي مخامخ کنځلي کوي، د اشرف غني عزت خو يي پرون خپل دوهم معين چه دده دلاس ګلښکاره ځاي کړ.
    موږ پښتانه تر اوسه ونه کړای شوای چه يو ګوند جوړ کړو د ګوند له لياري په ګډه د خپلو ګټو ساتنه وکړو او خپلي غوښتني په جګ غږ پورته کړو. تر څو چه پښتانه يو ګوند ونلري او له خپلو عقدو ، بخل، خدخواهيو نه تير نشي له د ځان ځاني نارو څه شی جوړيدلای.
    ډير لري به نه ځو هزاره ، تاجک، وزبک هر يو چه بريالي دي ځان له ګوند لري او د ګوند مشر د هغوی ساتنه کوي
    وګوری که مرتد کارمل وو که ملا رباني وو که رشيد دوستم دی که د هزاروو مشران دي د دوي شاته يي خپل اولس ولاړ دي او احترام د خپل مخکښ کوي ، نو په داسي يوه حالت کي چه پښتون يو غښتلي ګوند اومخکښ د د ګوند ونه لري ولي به پښتون بي عزته بي کوره بي تعليمه ………..نه وي.
    په د ځان ځاني زور وهلو او نارو د پښتنو څه نه جوړيږي او نه اباديږي

  13. ۹۵ فیصده هزاره ګان ډیر ښه خلک دي. خو دا درې خلیلی، محقق او دا بی دانشه سرور د ایران جیره خواره دي. لکه طالب چې د پاکستان جېره خور دی. ټول پلان په اشرف غنی باندې دی. دوی غواړي اشرف غني نوم بدی کړي. ځکه چې ایران او پاکستان دواړه غواړي هغه له قدرته لرې شي. او ددوی لومړی کار دا دی چې اشرف غني د پښتنو په نظر کې بد کړي. د خدای په لحاظ د امان الله خان دوره بیا مه تکراروي. د اشرف غني له بعضې کارونو مونږ هم خوشحاله نه یو، خو قسم په خدای که یې معادل په دا ټول افغانستان کې پیدا کړئ. پرېږدی چې دا وطن جوړ کړي. پرېږدی چې د زوړند اقتصاد جوړ ګړي. مونږ پښتنو هم امان الله خان پسې واخيست او اوس ټول پرې پښیمانه یو. قسم په خدای چې سبا به په ده هم پښیمانه شئ.
    طالب ته هم وایم: نن چې زمونږ نیکونو ته څوک ښکنځل کوي او رټي یې ټول ستا دلاسه دي. ستاسو بی شرمو، بې غیرتو او بې همتو له لاسه. وشرمېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب