شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامریکا کې د تاوتریخوالي له امله ۸۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

امریکا کې د تاوتریخوالي له امله ۸۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د امریکا د وسله وال تاوتریخوالي ثبت مرکز راپور ورکړی دی چې په یاد هېواد کې یوازې په تېره یوه شپه او ورځ کې د وسله وال تاوتریخوالي ۷۲ پېښې ثبت شوې دي.

د یادې ادارې په خبره، په دې پېښو کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي.

راپور وايي چې دا پېښې د امریکا په انډیاناپولیس، کنټیکټ، نیویارک او اوهایو ایالتونو کې رامنځته شوې دي.

د راپور له مخې، تر ټولو ډېر تلفات په کنټیکټ ښار کې اوښتي دي.

تر اوسه پورې د بریدونو انګېزه روښانه نه ده خو په امریکا کې د تورپوستي جورج فلویډ تر وژل کېدو وروسته د پراخو سوله‌‌ییزو اعتراضونو ترڅنګ وسله وال تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب