شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: د افغانستان روان تاوتریخوالی تر تېرو پنځو کلونو بیخې زیات...

نیویارک ټایمز: د افغانستان روان تاوتریخوالی تر تېرو پنځو کلونو بیخې زیات دی

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۳۰) د سولې له خبرو سره سم په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د جدي اندېښنې وړ دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د بین الافغاني خبرو له پیل راهیسې تر دې دمه په افغانستان کې امنیتي وضعیت ته کتنه کړې ده وايي چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا دغه ورځپاڼې ته ویلي چې د وروستیو پنځو اوونیو تاوتریخوالی په تېرو پنځو کلونو کې بې مخینې و.

نیویارک ټایمز وایي، وسله والو طالبانو د فشار راوستلو په موخه په خپلو جګړه ییزو تاکتیکونو کې بدلون راوستی او له امله یې تلفات ډېر شوي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو ویاند هم رسنیو ته ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دوی پر دوو نظامي اډو دوولس توغندي لګېدلي دي.

دوی زیاتوي چې په دې اړه پلټنې پیل شوې خو که ثابته شي چې دا کار د طالبانو دی نو دا د یادې ډلې له لوري د سولې د هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې، تیره اونۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب