جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهخليلزاد: د سولې لپاره بې‌ساری فرصت رامنځته شوی

خليلزاد: د سولې لپاره بې‌ساری فرصت رامنځته شوی

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۳۰) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، په دغه هېواد کې د سولې لپاره يو بې‌ساری فرصت رامنځته شوی او افغان حکومت او طالبان بايد له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

نوموړي پر خپل ټوېټر ليکلي:

د افغانستان لپاره دا یوه بې‌سارې شېبه ده. نه یوازې افغان خواوې مستقیماً پخپلو کې خبرې کوي،‌ بلکې هماغسې چې د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي، د مذاکراتو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته. له دغه بې ساري فرصت نه باید ګټه واخیستل شي.

خليلزاد د افغانستان د سولې خبرو پیلېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له اعلاميې هرکلی کړی دی او ويلي يې دي:

د امنیت شورا اعلامیه د هغې لارې ملاتړ کوي چې اوس دواړه بين‌الافغاني اړخونه ورباندې کار کوي، یعني د یو داسې سیاسي جوړجاړي موندل چې ټول افغانان پکې وي او سیمه او نړیواله ټولنه یې په عمل او روحیه کې ملاتړي وي.

خليلزاد ويلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې د افغانستان پر «حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي» ټینګار شوی.

خليلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د تېرې اوونۍ د شنبه په ورځ په دوحه کې مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب