جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريپه هر څه کې سوچ په کار دی| جنرال دولت وزیري

په هر څه کې سوچ په کار دی| جنرال دولت وزیري

د ژور سوچ ځواک په وګړو کې د خلاقیت معنی لري، هغه څوک چې خلاق وي، ښکلی نوښت کوي او نوې موندنې کوي.

خلاقانه سوچ نه یوازې تاسو ته د متفاوت سوچ کړکۍ پرانیزي بلکې د مسایلو په اړه هم انتقادي لید خپلوئ.

یوه ورځ نیوټن (۱۶۴۲ – ۱۷۲۷ میلادي) په يوه بڼ کې ګرځيده. ناڅاپه يې وليدل چې یوه مڼه له ونې لاندې راولويده. دی په دې سوچ کې شو چې ولې مڼه د لاندې را ولویده، ولې پورته ونه ولوېده او بیا یې دا سوچ وکړ چې ولې سپوږمۍ لاندې نه را لویږي؟ همغه و چې نوموړي د فزیک د دې اړخ په اړه خپل سوچ او څېړنه پیل کړه، په پایله کې يې د ځمکې د جاذبې قانون کشف کړ، بیا وروسته د جاذبې قانون او واحد د ده په نامه ونومول شول.

د بشریت د دې لوی پرمختګ پیل له یوې وړې پېښې شوی و، د مڼې لوېدل نیوټن اړ کړ، چې سوچ وکړ او په منطق پسې وګرځي.

اډیسن (۱۸۴۷ – ۱۹۳۲ میلادي) به ویل: ټولې برياوې او پرمختګونه د ښه سوچ او فکر زیږنده دي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب