جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني باميان ولايت ته نن سهار په سفر لاړ

ولسمشر غني باميان ولايت ته نن سهار په سفر لاړ

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۳۰) ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ باميان ولايت ته لاړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، نوموړی به په دې سفر کې د باميان ولايت امنیتي وضعيت وارزوي.

د خبرپانې له مخې ټاکل شوې، په باميان ولايت کې د حکومت د مشرتابه فوق العاده امنيتي غونډه ترسره شي.

دغه راز ولسمشر غني او د هغه مرستیالان به په دغه ولايت کې د خلکو په يوه لویه غونډه کې هم ګډون وکړي.

خبرپاڼه زياتوي، دغه راز به ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه مرستیالان د يکاولنګ او دره صوف د سړک د رغونې له چارو ليدنه وکړي.

د دې تر څنګ به ولسمشر غني او د هغه مل پلاوی د بامیان له تاريخي سيمو هم لیدنه وکړي.

ولسمشر غني داسې مهال بامیان ولایت ته سفر کوي چې، په دې ورځو کې د ولایتونو امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب