جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

ژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

نهم لوست

د ښاغلي صالح محمد صالح ژباړه

د ژوند ته شفا ورکړئ کتاب غورچاڼ

د خپلو ذهني مهارتونو له تجربه کولو خوند واخلئ،

ځکه که چېرې کوچنی په لومړي وار د ګام اخیستلو پر وخت له لوېدلو وروسته له ګام اخیستلو پرهېز وکړي، هېڅکله به تګ زده نه کړي،

څومره چې یو کار ډیر تجربه شي په همغه اندازه اسانیږي،

ټول وخت ووايئ چې دا کار به له مخکې ځل ښه کوم،

امکان نه لري چې له زده کولو پرته له کمپیوتر څخه کار واخلئ او چې ټول اصول يې مراعات نه کړئ په زور يې کارولی نه شئ،

د دې لپاره تل خپل تعلیمات او زده کړې غښتلې کړئ،

خپلې زده کړې څنګه غښتلې کولای شو؟

تاییدي جملی ولیکئ،

له سپورت سره مینه وکړئ،

عبارات په لوړ غږ تکرار کړئ،

لوست مو په ذهن کې انځور کړئ،

په دوامداره توګه مطالعه وکړئ،

کله چې شپې خوب ته ځئ مخکې له ویده کیدلو ورځني کارونه په خپل ذهن کې انځور کړئ،

هره ورځ د څو دقیقو له پاره د خپلو کارونو په هکله فکر وکړئ، دا عمل له پنځو دقیقو پیل کړئ.

تکرار او تائیدي جملې هم له تاسو سره مرسته کوي، څومره چې زیات تکرار کړئ په همغه اندازه مو کار اسانیږي،

هیڅ وخت پر محدودیتونو باور مه کوي، په خپله ځانته کار مه سختوئ،

له خپل ځان سره مینه وکړئ،

له ځان سره مینه پر ځان ستاسو باور زیاتوي،

هر کار مو چې پیل کړ، فکر وکړئ چې همدغه کار د ستاسو غوښته وه،

که غواړئ چې ارام ويده شئ، د ویده کیدلو پر وخت خبرونه مه کورئ،

کارونه مو وکړئ خو تفریح مو له پامه مه غورځوئ،

د دې ټولو پایله به دا وي:

داسې به احساس کوئ

زه د ژوند کولو او مینې یوه خوندوره ځلا یم،

زما په نړۍ کې هر څه غوره دي،

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب