جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابل: پولیسو د مقناطيسي ماينونو يوه زېرمه موندلې

کابل: پولیسو د مقناطيسي ماينونو يوه زېرمه موندلې

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۳۰) د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پوليسو د مقناطيسي ماينونو او قلم ډوله وسلو داسې يوه زېرمه موندلې چې له هغې په کابل ښار کې په هدفي وژنو کې ګټه اخیستل کېده.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره ورځ په کابل کې پر یوه استوګنیز کور ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د هدفي وژنو د سازماندهي يو پټنځای کشف او ترلاسه کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، له یاد پټنځای څخه ۴۸ میله قلمي ډوله وسلې، ۱۴ کړۍ مقناطیسي ماینونه او ۸۵۰ مېتره ثانیه سوځوونکې فلیتې ترلاسه شوې دي.

د خبرپاڼې په وینا وسله‌والو غوښتل، له دې جنګي وسایلو څخه په کابل ښار کې په يو لړ پېچلو هدفي وژنو کې استفاده وکړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې پټنځای په کشف سره په کابل کې له ګڼو هدفي وژنو مخنیوی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې په کابل کې هدفي وژنو زور اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب