بېځایه قسم خوړل او یا پر قسم عمل نه کول د انسان مخ توروي او د خلکو تر منځ يې باور له منځه ځي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دغسې کسان زیات دي.
ابراهیم عطايي صاحب لیکي:
«د سپین غره چې د جلال اباد ښار سهيل ته پروت دی د کونډ غره سره چې د کونړ د غرونو سلسله ده او د جلال اباد ښار شمال ته غزیدلی دی، په دې سره دعوا شوه، چې کوم یو يې جګ او دنګ دی، ځکه چې هر یوه ځان د بل څخه جګ او دنګ بللو. دوی دواړو د خپلې دعوا له پاره د کونډ غره تر څنګ کوچنی غر قاضي کړ او ويې ويل چې د قاضي هره پرېکړه به بې له ځنډه مني.
کوچني غره قسم وکړ چې پرېکړه به بې پرې کوي او حق به وايي.
کوچني غره د دې له پاره چې کونډ غره ته نږدې پروت و، د ګاونډيتوب له امله يې پر قسم پښې کيښودې او پرېکړه يې د کونډ غره په ګټه اعلان کړه او ويې ويل چې کونډ غر له سپين غره څخه لوړ او دنګ دی.
څرنګه چې کوچنې غره قسم کړی و چې پرېکړه به بې پرې کوي، خو ده دا کار ونه کړ او نا حقه يې پرېکړه وکړه چې کونډ غر لوړ او دنګ دی. د ناحقه قسم خوړلو او په قسم د عمل نه کولو له امله په تاريخ کې د قسم خوړلي غره په نامه یاد شو او د تل له پاره يې مخ تور پاتی شو چې تر اوسه يې مخ تور دي.»
لومړې خو قسم خوړل په حقه او ناحقه جایز نه دي او بيا که د کومې اړتيا له مخې څوک قسم خوړلو ته اړ شي بیا نو هرو مرو د دې اړتيا ده چې په قسم عمل وکړي که نه په تاریخ کې به تل د قسم خوړلي په نامه ياد او مخ به يې تور وي.
دا مختوري به یې نورو نسلونو ته په میراث هم پاتې وي.
تاریخ ګواه دی چې د ډیرو د قسمونو خوړلو له امله په هیواد کې جګړه ده او سولې ته رسيدل ستونزمن شوې دي. په هره ټوکه او هره فولکلوريکه کیسه کې یو عالم رښتيا پراته وي، ځکه هغه څه چې مستقيما يې د ویلو توان نه وي خلک يې د ټوکې، طنز او یا فولکلوريکي کیسې په شکل تر خلکو رسوي.