پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغان حکومت د کورونا له امله ۱۸ میلیارده افغانۍ مالي زیان...

افغان حکومت د کورونا له امله ۱۸ میلیارده افغانۍ مالي زیان ليدلی

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۳۰) د مالیې وزارت مسولان وايي، چې د سوداګریزې راکړې ورکړې، مالیې راټولونې او د دولتي ادارو له لوري د عامه خدماتو د درېدو له امله یې په عایداتو کې کموالی راغلی دی.

د دوی په خبره، چې سږ کال د کورونا وبا د خپرېدو له امله په ملي عوایدو کې ۱۸میلیارده افغانۍ کموالی راغلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې تېر کال یې په همدې موده کې ۱۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي وو، خو اوس دغه شمېره ۱۱۵ مییلیارده دي.

د مالیې وزارت مسولان وايي، چې د یادې کچې مالي زیان جبران ناممکن دی.

دغه وزارت د روان مالي کال لپاره ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عواید هدف ټاکلی و، خو په خبره یې د کورونا ویروس د خپرېدو، بندیزونو او محدودیتونو له امله اړ شول، چې خپله تګلاره بدله او ۱۷۷ میلیارده افغانۍ ځان ته هدف وټاکي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورونا وبا په ټوله نړۍ کې اقتصادي برخه تر هرڅه ډېره زیانمنه کړه او د بېکارۍ کچه یې هم اوج ته رسولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب