شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان یوځل بيا ادعا کړې، چې هند د افغان سولې بهير تخريبوي

پاکستان یوځل بيا ادعا کړې، چې هند د افغان سولې بهير تخريبوي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۳۰) پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې، چې هند د افغان سولې د تخریب په لټه کې دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیراکبرحسین دراني ویلي: «پاکستان د افغانستان د سولې لپاره هڅه کړې ده، چې ټولې نړۍ ولیده خو اوس هند له ټولو لارو هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې بهیر تخریب کړي.»

حسین دراني که څه هم په دې اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی خو، وایي هند په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی نه دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم پر هند تور پورې کړی و، چې د افغان سولې بهیر تخریبوي.

https://taand.net/%d8%b0%d8%a8%db%8c%d8%ad-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d9%85%d8%ad%d8%a7%d9%87%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%85%d9%88%d9%82%d8%aa-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d9%85%d8%ae%d8%a7/

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې طالبانو له هند سره مخامخ خبرې پيل کړې دي او هڅه کوي دغه هېواد قانع کړي، چې د دوی له لوري ګواښ نه دی ورته جوړ او نه هم د دښمن په سترګه ورته ګوري. بل لورته تراوسه د یادو راپورونو په تړاو طالبانو او یا هم هندي چارواکو څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. حسن درانی له خپل پلار سره غول خوړلې چې دا خبره یې کړې. د افغانستان د ټولو بدبختیو او جنګ یوازنی عامل او مسبب لعنتی او د خدای له درباره شړل شوی پاکستان دی. داسې نجس او چټل حکومت د نړۍ پر مخ په قران که وي. دومره افغانان چې په دې تېرو دېرش کلونو کې د پاکستان په مستقمې مداخلې وژل شوي د نړۍ په هیڅ ګود کې بل بو هېواد داسې عام وژنه نه ده کړې. او اوس دا لعنتیان غواړې ددې جګړې مسولیت هم د هند پر غاړه واچوي. تف لعنت د وي په داسې اسلامي هیواد چې خپل له زېږېدو تر اوسه یې غیر له مسلمان وژنې بل هیڅ کار نه دی کړی. انشاالله چې د خپلو کرغېړنو کړونو نتیجه به حتما وکورئ. تاسو نه تنها افغانان وژلي بلکه تر څلورو زرو ډېر د ناتو سرتېري مو هم وژلي دي. چې له کونو مو ټس و نه باسې والله که مو پرېږدي. فکر کوی چې تیر شو پسې هېر شو. داسې به ونه شي. مخ به مو ضرړر تورېږي، چلوانو.

  2. هرڅوک پوهيږي چې غوا توره ده او شیدې سپینې .
    د منافقستان د جوړېدو اصلي هدف د مسلمانانو وژل ، د مسلمانانو ترمنځ تفرقه اچول او د افغانستان ورانول دي . منافقستان یا پنجاب د جنوبي آسیا د سرطان دانه ده چې د خپل جوړښت له ورځې یې د مسلمانانو خصوصا د پښتنو او بلوڅو د وژلو دنده په غاړه اخیستې ده.
    هندوستان د افغانستان په معاصر تاریخ کې د افغانستان دوست او ملګری هېواد پاته شویدی . هېڅکله یې د افغانانو د وژلو قصد ندی کړی. تل یې د افغانستان په بیا ودانولو کې مرسته کړېده چې د افغانستان ځوانانو ته د زرګونو تحصیلي بورسونو برابرول ، د کابل د ماشومانو د اندراګاندي روغتون ، د سلما بند ، د پارلمان نوې او عصري ودانۍ ، د نیمروز دلارام سرک او افغانستان سره د زرګونو ملي بس سرویس موټرونو مرستي یې د نمونې په ډول یادولی شو.
    جنګ افغانستان ، دفاع پنجاب ؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب