چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهکندوز: هوايي بريدونو د ملکيانو په ګډون ۳۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کندوز: هوايي بريدونو د ملکيانو په ګډون ۳۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۳۰) د کندوز ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د ملکيانو په ګډون هوايي بريدونو ۲۰ تنه وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي دي.

د کندز د والي وياند عصمت‌‌الله مرادي رسنیو ته وويل، چې پرون لس بجې د کندوز ولايت د خان‌اباد ولسوالۍ د نېک‌پای درې په سيدرمضان کلي کې د وسله‌والو طالبانو په يوه پټن ځای بريد وشو، خو کله چې د سيمې خلک د مړو ايستلو لپاره دې سيمې ته لاړل دويم بريد شوی دی.

د نوموړي په خبره، د دوی لومړني جزيات ښيي چې دغه بريد کې د ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

مرادي زياته کړه، دغه سيمه د وسله‌والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده، نو ځکه دوی تر دې مهاله د مرګ‌ژوبلې دقيق جزيات نه دي ترلاسه کړي.

له بل لوري د ملي دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، دوی د دې پېښې په تړاو څېړنې پيل کړې دي او لومړني جزيات يې ښيي چې دې پېښه کې ملکي وګړي نه دي وژل شوي او شاوخوا ۳۰ وسله‌وال طالبان پکې وژل شوي دي.

اخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي، چې دې بريد کې ټول ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

افغانستان کې داسې مهال تاوتريخوالي زور اخيستی چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب