یکشنبه, مې 19, 2024
Homeسپورتاى پي ايل د چيناى سوپر کېنګز په بريا پیل شوه

اى پي ايل د چيناى سوپر کېنګز په بريا پیل شوه

د هند په سوداګريز ليګ (اى پي ايل) په لومړۍ لوبه کې د چيناى سوپرکېنګز لوبډلې، ممبۍ انډينز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی توپوهنه ممبی انډينز لوبډلې ترسره کړ، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ی  مقابلې لوبډلې ته ١٦٣ منډو هدف ورکړ.

که څه هم د چيناى سوپر کنګز لوبډلې په لومړیو کې ښه توپ وهنه ونه کړه خو د وروستيو لوبغاړو ښه ملګرتیا چينای لوبډله بريا ته ورسوله.

په دې لوبه کې د ډوپليسي او امباتي رايډو د ١١٥ منډو ملګرتيا د چينای د بریا لامل شوه.

چينای سوپرکېنګز لوبډلې دا لوبه  د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې په کې  امباتي رايډو ٧١ ډوپليسي ٥٥ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سام کران ته ورکړل شوه.

د دواړو لوبډلو د لوبغاړو نوملړ

د ممبۍ انډينز ١١ کسيز نوملړ:

روهيت شرما (لوبډلمشر)، کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، سوريا کمار يادو، سورب تيواري، کيرون پولارډ، هارديک پانډيا، کرونال پانډيا، جېمز پيټينسن، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

د چيناى سوپر کنګز ١١ کسيز نوملړ:

شين واټسن، مرالي ويجى، فاف ډوپليسي، امباتي رياډو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، کيدار جادو، رويندرا جډيجا، پيوش چاوله، ديپک چاهار، سام کران او لونګي نګيډي.

د یادونې ده، چې په دې سوداګريزو سيالیو کې درې افغان لوبغاړي محمد نبي، راشدخان او مجيب الرحمن هم لوبېږي.

په نننۍ لوبه کې ډیلي کپېټلز له کېنګز اېلېون پنجاب سره لوبه ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب