سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeکلتوردوه تازه چاپ شوي اثار

دوه تازه چاپ شوي اثار

دوه اثار چې یو یې د ژورنالېزم او بل یې د ادبیاتو برخې پورې اړوند دي؛ تازه چاپ او ټولنې ته وړاندې کړل شول

یاد اثار چې یو یې تلویزیون او نننۍ ټولنه او بل یې په ستورو کې سفر نومیږي د ځوان لیکوال او ژورنالېست محمدالله شېرزي پر ګوتو لیکل شوي اثار دي، چې تازه له چاپه راوتلي او بازار ته د لوستونکو د لوستلو په موخه وړاندې شويدي.

ښاغلي محمدالله شېرزي وویل، چې یاد کتابونه یې د خپلې مورنۍ ژبې (پښتو) سره د رښتینې مینې یوه برخه ده، چې د خپل مسلک اړونده برخو کې یې لیکلي دي. هغه زیاته کړه: ((تلویزیون او نننۍ ټولنه د ژورنالېزم اړوند کتاب دی، چې منځپانګه کې یې پر څلورو مهمو موضوعاتو ټینګار شوی؛ د تلویزیون پیدایښت، انځوریز ژورنالېزم، تلویزیون ته ټولنیز نظر او په افغانستان کې فعالې انځوریزې شبکې. ترڅنګ یې په ستورو کې سفر کتاب د پښتو ژبې د لر او بر کلاسیکو او اوسنیو لیکوالو او شاعرانو د ژوند، فن، زده کړو، تالیفاتو، ادبي هڅو او کلام بېلګو غورچاڼ دی، چې هدف یې ددوی د کړو هڅو درناوی او ټولنې ته وړاندې کول ښودلی شو.))

پر نوموړو اثارو د علومو اکاډمۍ غړي څیړنوال بسم الله حقمل، د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي پخواني رئیس دوکتور ماستر واحدي، د عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمین مشر حضرت الله ګهیځ او لیکوال او شاعر نقیب رسول کلیوال لیکنې کړي او نوموړي اثار یې د ژورنالېزم او ادبیاتو په برخه کې لویه لاسته راوړنه یاده کړې، چې په چاپ سره یې پدې برخو کې شته تشه ډکه کړي.

د دوی په باور؛ له نوموړیو اثارو څخه د انځوریز ژورنالېزم برخې محصلین او کارکوونکي، د ښوونځیو زده کوونکي او د ادب مینه وال په اړونده برخو کې ډېر څه زده کولی او ترلاسه کولی شي.

باید یاده کړو، چې محمدالله شېرزي د ژورنالیزم په برخه کې لوړې زده کړې کړي او له نږدې لسو کالونو راهیسې په رسنیز او ادبي بهیر کې بوخت دی، چې لدې وړاندې یې موږه دوه په دوه ملګري شعري ټولګه هم چاپ شوي او دوه نوره کتابونه یې چاپ ته انتظار باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب