سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeمقالېجنرال مک ماسټر؛ د افغان سولې تشویش | عبدالحی قانت

جنرال مک ماسټر؛ د افغان سولې تشویش | عبدالحی قانت

 د سپتمبر په ۱۷مه د امریکا د ملي امنیت شوری پخواني مشاور مک ماسټر وویل چې افغانستان کې د امریکا پالیسي ( د سولې پروسه) په ښه لور نه ده روانه او ټرمپ غواړي طالبانو ته په کابل کې د اوسني  حکومت پر خلاف ډېر رول ورکړي.
ډونالډ ټرمپ او افغان سوله؛
د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ‪چې کله له ۲۰۱۷ مخکې ولسمشري انتخاباتو لپره کمپاین کاوه، امریکایانو ته یې بار بار دا ویل چې که چېرته دی .لسمشر شو له افغانستانه به د امریکا نظامیان راباسي او د افغانستان بې نتیجې جګړې ته به د پای ټکی ږدي. دا خبره چې ټرمپ په کمپاین کې کوله سبب یې دا وه چې د امریکا په عامه ذهنیت او عام تفکر کې د افغانستان جګړې خپل ځای بایللی وو. د امریکا ولس نور نه غوښتل چې ددوی حکومت د افغانستان جګړه کې د مال او ځان قرباني وکړي‌. ‬
‪مک ماسټر او د ټرمپ‌ افغانستان پالیسي؛‬
‪کله چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ انتخابات وګټل مایکل فلن دده د امنیت د شورای مشاور وو. ټرمپ ده سره د اختلافاتو له امله په ۲۲ ورځو کې دی استعفاء ته اړ کړ او د فلن پر  ځای یې مک ماسټر د ملي‌ امنیت سلاکار وټاکه. جنرال مک ماسټر مخکې له دې چې د ټرمپ د ادارې برخه شي په عراق، خلیج او د افغانستان په جګړه کې د نظامي مشاوریت سابقه درلودله. ده خپلې پخوانۍ وظیفې په نظامي میدان کې ډېرې په کامیابۍ سر ته رسولې وې. دافغانستان د جګړې په اړه د جنرال مک دا نظر دی چې که هر څومره دا جګړه اوږدیږي، مشکل نلري. طالبان باید وکوبل شي. دی د افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې په دې مغالطه اخته دی چې ګواکې طالبان د افغانستان له خاورې ختمول ممکن کار دی او دا اوسمهال د امریکا له وسه هم پوره ده. ۲۰۱۷ کې د افغانستان پر خاوره د امریکا ۸۴۰۰ نظامیان موجود ول، کله چې مک ماسټر د ملي امنیت د شوری مشاور شو، غوښتل یې پر ولسمشر ټرمپ‌ دا ومني‌ چې ۴۰۰۰ نور پوځیان هم افغانستان ته واستوي. ماسټر په خپل پلان کې کامیاب شو او ټرمپ یې دې ته اړ کړ چې د افغانستان په خاوره د امریکا پوځیان زیات کړی. په ۲۰۱۷ کې چې کله ټرمپ‌ د سویلې اسیا پالیسي اعلانوله دا یې وویل چې زما ضمیر دا نه غواړي‌ چې افغانستان ته نور پوځیان واستوم خو په ستیج ناست جنرالان دا مشوره راکوي‌ چې د افغانستان په اړه باید له خپل نظره تېر شم. په ستیج ناست هغه جنرالان همدا مک ماسټر او جنرال جم میټس ول. ‬
د ډونالډ ټرمپ په اداره کې د مک ماسټر ددې پالیسۍ لوی سیاسي مخالف سټیف بینن وو چې هغه مهال یې د ولسمشر دفتر کې د چیف سټراتیژیست دنده درلوده. سټیف بینن او د هغه ملګرو له دې فرضته استفاده وکړه او ماسټر یې د افغانستان په اړه د  ټرمپ په نظر کې غلط ثابت کړ. همدا بیا ددې ثبوت شو چې ټرمپ څه موده وروسته ماسټر له دندې لرې کړ او پر ځای یې جان بولټن د ملي امنیت سلاکار وټاکه.
د ولسمشر ټرمپ په اداره کې که ځیر شو ټول هغه وګړي چې سابقه یې پوځي‌ ده، دې لپاره لابي کوي چې د افغانستان جکړه باید دوام وکړي‌. حال دا چې د افغانستان د جګړې په اړه د منطقې او نړیوالو نظر دا دی چې نظامي حل نلر‌ی او باید د سیاسي جوړجاړی‌ له لارې یې حل راوویستل شي.
مک ماسټر، بولټن او همداسې نور امریکایي‌ پوځي ستراتیژیستان د دوی د آیډیالوژیک اعتقاد او د امریکا د سیاسي‌ ګټو لپاره دې جکړې ته دوام ورکول غوښتل. دوی له دې غمه نه ول مړه چې ددوی د جګړې دوام سره به د بشر څونې لویه ضایع کیږي،‌ افغان ملت به نور څومره خواري او ذلت سره مخ کیږي، هیواد به له اقتصادي او سیاسي‌ اړخه نور څونې شاته درومي.
اوسمهال د ټرمپ‌ د ادارې د سولې پالیسي هم له همدې امله لاس په کار ده چې د افغانستان په سوله کې د امریکا اقتصادي‌ او سیاسي‌ ګټې نغښتې دي، دوی نه غواړي‌ نور په دې جګړه کې ښکیل پاته شي‌.
افغان لورو ته هم همدا پکار ده چې ملي‌ فکر وکړي، د قدرت طلبۍ پر ځای د ولس او ملت پر ګټو فکر وکړي‌ او د سولې له دې لوی فرصته داسې استفاده وکړي‌ چې دا خاوره نوره د ټوپک د شپیلۍ شاهده نه اوسي او پر ځای د تمدن پرمختګ په لور ګام پورته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب