سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهچین له سېلاب ځپلو افغانانو سره ۸۰۶ میلیون افغانۍ مرسته کوي

چین له سېلاب ځپلو افغانانو سره ۸۰۶ میلیون افغانۍ مرسته کوي

تاند (یک شنبه، د سنبلې ۳۰) چین په هېواد کې له وروستیو سیلاب ځپلو افغانانو سره د ۸۰۶ میلیون افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو او نغدي پیسومرسته کوي.

د دې مرستې هوکړه ‌لیک نن په کابل کې د چین سفارت او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د افغانستان طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیرغلام بهاوالدین جیلاني د یادې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي، ټاکل شوې، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې یو زر او ۲۸۶ ټنه غنم او درې زره او ۹۸۲ ټنه چینایي وریژې، چې ټولیز ارزښت یې ۵۵۰ میلیون افغانۍ کېږي پر وروستیو سیلاب ځپلو باندې وویشل شي.

جيلاني زیاته کړې، افغانستان ته د چین د دې مرستې لېږد پیل شوی دی او له رسېدو سره سم به په شفافه توګه مستحقو خلکو ته توزیع شي.

له دې وړاندې اروپايي اتحادیې هم په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمو شویو کورنیو سره د مرستو ژمنه کړې.

یادې اتحادیې ويلي وو، چې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمن شویو سره به ۱۵۰ زره یورو، چې ۱۳.۷ میلیونه افغانۍ کېږي مرسته وکړي.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%d9%88%d9%be%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%a7%d8%aa%d8%ad%d8%a7%d8%af%db%8c%d9%87-%d8%af-%d9%88%d8%b1%d9%88%d8%b3%d8%aa%db%8c%d9%88-%d8%b3%db%90%d9%84%d8%a7%d8%a8%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب