Homeخبرونهوزیرستان کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

وزیرستان کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۳۰) د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان سيمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني پوځ په یوه خبرپاڼه کې د خپلو دوو پوځیانو وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله، چې امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د لټون عملیات کول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال نښته رامنځته شوې، چې له امله یې دوه پوځیان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

بل لورته تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

په دې وروستیو کې په شمالي وزيرستان کې د نا امنیو پېښې ډېرې شوي دي. څو ورځې وړاندې هم په ياده سيم کې ۷ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

https://taand.net/%d8%b4%d9%85%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d9%88%d8%b2%d9%8a%d8%b1%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%db%b7-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d9%be%d9%88%da%81%d9%8a%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa/

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...