Homeخبرونهبرېتانیا پاتې افغان ژباړونکو ته وېزې ورکوي

برېتانیا پاتې افغان ژباړونکو ته وېزې ورکوي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۹مه: برېتانیا هغو افغانانو ته چې له دوی سره یې په افغانستان کې د ژباړونکو په توګه دنده تر سره کړې ويزې ورکوي.

د راپورونو له مخې له ۲۰۱۳ مېلادي کال راپدېخوا برېتاینا ۴۵۰ افغانان د هغوی له کورنیو سره یو ځای منلي، خو یو شمېر نور چې مستحق وو یاد هېواد ته نه دي غوښتل شوي.

هغه کسان چې له برېتانوي اتباعو سره د ژباړونکو په حیث دندې تر سره کړي شکایت کړی، چې طالبانو ګواښلي دي او یا یې هم په نښه کړي دي.

له همدې امله د برېتانیا حکومت پرېکړه کړې چې همدغو افغان ژباړونکو ته به هم وېزې ورکړي چې په افغانستان کې یې بریتانوي پوځیانو سره د ژباړونکي دنده پر مخ وړې ده.

د برېتاینا د دفاع وزیر بن والاس وای په ټینګار سره ویلي چې هر څومره ژر کېږي دغه افغانان دې برېتانیا ته وغوښتل شي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروګرام به په قانوني توګه راتلونکې اکتوبر میاشت کې پیل او عملي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...