جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو راپدېخوا ۱۳۵ امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله...

د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو راپدېخوا ۱۳۵ امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

تاند، شنبه د سنبلې ۲۹مه: چارواکي وايي د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو راپدېخوا د طالبانو په بریدونو کې ۱۳۵ سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې شوي چې له امله یې ۶۰ تنه سرتېري وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغو نښتو کې نږدې ۲۰۰ طالب جنګیالي هم وژل شوي دي، خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي، رولاند کوبیا روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی.

د نوموړي په خبره طالبان باید د خبرو پيلیدو سره د سیاسي فعالیتونو وړتیا وښيي نه دا چې جګړې ته لا زور ورکړي.

یو شمېر کارپوهان بیا د سولې روان بهیر سره د جګړې د زیاتوالي لامل د خبرو په مېز کې د زیاتو امتیازاتو د تر لاسه کولو یو تکتیک بولي.

1 COMMENT

  1. د دی مفسد دولت له لاسه
    د زړه د پاسه مو پولۍ ولاړی دینه!
    عسکر به مری پروا یې مه کړه
    د مفسدینو ګتې ساتي خود به مرینه
    توری لالا وهی جانانه
    عبدالله ګان مو د مړۍ ګولې وهینه
    طالب که سبین دی زړه یې تور دی
    مونږ ته تل وایي د اسلام امارت خوبونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب