Homeخبرونهد پروان خلک د غیرقانوني کان کیندونکو پر وړاندې راپورته شول

د پروان خلک د غیرقانوني کان کیندونکو پر وړاندې راپورته شول

تاند، شنبه د سنبلې ۲۹مه: د پروان په کوه صافي ولسوالۍ کې په غیر قانوني توګه کان کیندنې د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

د پروان ځايي چارواکي وايي، تر دې وروسته به هېچاته په دغه ولایت کې د غیر قانوني کان کیندنې اجازه ورنکړي.

د دغه ولایت د کانونو ریاست مسؤلین وايي، یواځې هغه کسان کانونه استخراج کولی شي چې قانوني جواز ولري.

د معلوماتو له مخې د کرومایټ دغه کانونه لس کاله وړاندې د پروان د کوه صافي ولسوالۍ اړوند آخوندزادګان کلي کې کشف شوي چې له هماغه وخته په غیر کانوني توګه استخراج کېږي.

د ولسي خلکو په خبره چې ددغو کانونو په استخراج کې زورواکي لاس لري.

د کوه صافي ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي ولي الله وايي، دا معدن د یوه زورواکي له خوا کیندل کېږي.

که څه هم د زورواکي د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو سیمه ییز خلک وايي که تر دې وروسته هر څوک دغه کړنه تر سره کړي، دوی به یې پر وړاندې ودرېږي.

د پروان د کانونو ادارې رئیس عبدالاحد حسرت وايي، دوی ددغه معدن د یوې کوچنۍ برخې قرارداد له یوه شرکت سره لاسلیک کړی دی، خو په خبره یې یواځې هغه چاته به یې د استخراج اجازه ورکړي چې له دوی سره یې قرارداد شوی وي.

د کرومايټ قیمتي ډبره له ۱۹۵۰ کال راهیسې په افغانستان کې کشف او په خوست، وردک، لوګر او کابل ولایتونو کې یې کانونه شته چې پاکستان ته قاچاق کېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...