جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې د چاودنې له امله ۲۰ ماشومان ټپیان شوي

پکتیکا کې د چاودنې له امله ۲۰ ماشومان ټپیان شوي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۹مه: د کورنیو چارو وزارت وايي د نن ماښام په دوو بمي چاودنو کې ۱۵ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین پر خپل ټوېټر لیکلي چې د نن ماښام دوو چاودنو کې چې یوه یې په پکتیا ولایت او بله یې په مزارشریف کې شوې، ۱۵ ملکي وګړو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د ښاغلي آرین د معلوماتو له مخې په ټپیانو کې ۸ مېرمنې او ۲ ماشومان هم شامل دي.

چارواکي دغه بریدونه د طالبانو کار بولي، خو هغوی یې تر اوسه په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د یو بل خبر له مخې د پکتیکا په جانيخیلو ولسوالۍ کې د کوچیانو د واده پر یوه تراکتور ماین چاودنه کړې چې ۲۰ تنه ماشومان پکې ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د امنیې قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین وايي ټول ټپیان د درملنې په موخه د ښرنې روغتون ته انتقال شوي دي.

د دغې پېښې مسؤلیت هم تر اوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب