جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد: طالبان د موقت حکومت مخالف دي

ذبیح الله مجاهد: طالبان د موقت حکومت مخالف دي

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) په داسې حال کې چې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې خبرې لا په لومړیو پړاوونو کې دي، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د موقت یا انتقالي حکومت مخالف دي.

مجاهد په یوه مرکه کې، چې نن خپره شوه، ویلي، د هر هغه چا مرګ جهاد بولي چې د اسلامي نظام د جوړېدا مخالف وي.

ده ویلي«د اسلامي نظام تشکیل زموږ سل په سلو کې هدف دی. زموږ د ۱۹ کلونو جګړه د اشغال د پای ته رسېدا او د یوه اسلامي نظام د جوړېدا لپاره وه، او په افغانستان کې د افغانانو د ۴۰ کلنې جګړې دلیل هم همدا دی.»

ده زیاته کړې«زموږ جهاد دوه هدفونه لرل، یو د اشغال پای ته رسېدا او بل د اسلامي نظام رامنځته کېدا.»

مجاهد دا هم ویلي چې د نظام نوم ورته مهم دی خو دا یې نه دي ویلي چې اسلامي امارت که اسلامي جمهوریت.

خو دا یې ویلي، هر څوک چې د اسلامي نظام مخالفت کوي یا یې په لاره کې خنډ پېښوي که هغه دیني عالم وي یا قومي مشر، طالبان یې وژني.

ذبیح الله مجاهد د موقت حکومت په اړه، چې ځینې ګومان کوي طالبان به یې د قطر د خبرو په لړ کې د جوړېدو غوښتنه وکړي، وویل«دا سل په سلو کې وایم چې موږ د موقت حکومت وړاندیز نه دی کړی او موقت حکومت حرام ګڼو.»

د موقت حکومت خبره وروسته له دې مطرح شوه چې د پاکستان صدراعظم عمران خان یې یادونه وکړه.

خو ذبیح محاهد ونه ویل چې ایا طالبان د افغانستان په اوسني حکومت ورګډېږي، انتخابات کوي او که ټول واک غواړي.

ده د اوربند په اړه څه ونه ویل. له طالبانو څخه د افغانستان د حکومت، د ملګرو ملتو په شمول د نړیوالې ټولنې او عامو افغانانو یوه اساسي غوښتنه دا ده چې اوربند وکړي او یا لږترلږه اورکم وکړي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په وروستیو ورځو کې د مخورو افغانانو هدفي وژنو ته زور ورکړی او له بلې خوا یې پر امنیتي پوستو بریدونه ډېر کړي دي.

همدا نن د افغانستان په مختلفو سیمو کې د لسګونو تنو ملکیانو، پوځیانو او مخورو د وژل کېدو خبرونه ورکړای شوي دي.

که څه هم طالبان د هغو کسانو د وژلو مسوولیت په غاړه نه اخلي چې په هدفي بریدونو کې وژل کېږي خو د چارو کتونکي وايي چې طالبان تر روغې جوړې وړاندې هڅه کوي چې په ځانګړي ډول په هغو ولایتونو کې اوسني مخور له مخې لېرې کړي چې دوی فکر کوي د نفوذ سیمې یې دي.

4 COMMENTS

  1. د طالبانو د نماینده ( مجاهد ) نظر چه طالبان د موقتی او انتقالی حکومت طرفدار نه دی او موقت حکومت حرام دی ، د ستاینی وړ نظر دی .

    اما پاتی شوه د اسلامی نظام مسئله : د اسلامی نظام څرنګوالی باید د ددواړو طرفونو د اسلامی علومو د متخصصینو تر منځ په مذاکراتو کی و څیړل شی ، ځکه د اسلام د سیاسی نظام او حکومتی سیسټم په مورد کی د اسلامی محقیقینو تر منځ تفاوت نظر شته ، دغه تفاوت نظر چه البته طبیعی دی ، د بحث او خبرو د لاری حل کیژی نه د علمآؤ او قومی مشرانو د وژنی د لاری ، چه په دی ځای کی مجاهد باید خپل نظر بیرته واخلی ، په وژنه او زور خپل نظر تحمیلول په اسلام کی نشته . قرآنی ارشاد دی چه فرمایی : لا اکراه فی الدین .

  2. دطالبانو جګړه دافغان اولس په وړاندې د دوی د خوارجتوب غوره بیلګه ده: د الفتح سورت نه ویشتم آیت داسې فرمایی: محمد رسول الله والذین معه اشداً علی الکفار رحماً بینهم. ژباړه:محمد رسول د الله دۍ او هغه څوک چې له ده سره دۍ (یعنی د محمد ص لارویان) سخت دی د کفارو په وړاندې اوزړه سواندی او مهربانه دی پخپلومابینوکښې. بل آیت شریف چې د مسلملنانو ټولنیزې ځانګړنی داسی بیانوي:آیت شریف: والکاظمین الغیظ والعافین عن ااناس.ژباړه: دوی (مسلمانان) غوصه خوړونکی او عفوه بخښنه کوونکی دی. اوس یې پخپله وارزوۍ چې آیا طالبان په رښتیا مسلمانان دی؟

  3. زما هیله ده چې افغانان د اروپایي اتحادیې د هیوادونو په شان خپل هیواد یو ویلفیر سټیټ یانې رفاهي دولت جوړ کړي.
    د خدای لپاره نور د دې اسلامي اسلامي نوم نه غول مه اوباسئ..
    کور اسلامي ، مکتب اسلامي، تذکره اسلامي، هیواد اسلامي، وګړي اسلامي، ټوپک اسلامي ، بم بارود اسلامي نه ریښتیا بم بارود ټوپک او لانچر کفري( امریکایي، روسي او نقشه پنجابي) دا به څنګه شي ؟!!

  4. هر هغه څوک چی د اسلامی نظام مخالف وي وژنی یې!
    کوم اسلامی نظام؟
    اسلامی نظام خو تر اوسه نه شته! اسلامی نظام به څوک جوړوي؟ طالب؟ که طالب یې جوړوي نو هر هغه څوک چې طالب نه مني نو باید ووژل شي؟ ایا اوس هر طالب د حضرت عمر رض سره برابر د؟! ایا هغه پدر ازار او مادر ازار طالب هم؟ د اسلامی نظام د پاره لومړی مسلمان باید تربیه شي او بیا نظام جوړ شي! نه دا چی د بی سوادو اسلامی نظام! خو دا نظام به څو ک جوړوي؟ زما پیشنها د دادی چی اسلامی نظام دی جوړ شی خو د مفسد دولت او طالب به رهبری کی نه وی! له بهر دی مفتیان راشی او نظام دی جوړ کړی چی هم طاب او هم ناطالب ورته یو شان وی! نه د طالب تر رهبرۍ لاندې اسلامی نظام! د طاب سیرت اسلامی نظام ته جوړ نه دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب