Homeخبرونهافغانستان په لومړي ځل د ملګروملتونو د ښځومقام د کمېسیون غړی شو

افغانستان په لومړي ځل د ملګروملتونو د ښځومقام د کمېسیون غړی شو

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۲۵) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د ښځې مقام د کمېسیون غړیتوب خپل کړی دی.

عادله راز زیاتوي، چې دا یو مهم نړیوال کمېسیون دی، چې افغانستان به یې د څلورو کلونو لپاره غړیتوب ولري.

د معلوماتو له مخې یاد کمیسیون د ښځو د حقونو او جنسیتي تبعیض د له منځه وړلو او همدا راز د مېرمنو د ژوند په ښه کولو او وده کې فعالیت کوي.

د دغه کمیسیون د غړیتوب لپاره افغانستان، چین او هند سیالي کوله، چې په پایله کې افغانستان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو ۵۴ رایې خپلې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې عادله راز په خبره دوی به په ملګرو ملتونو کې د افغان مېرمنو د ژوند ښه کولو لپاره خپلې مبارزې او هڅې دوامداره ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ښځینه فعالانې وایي، چې یوځل بيا په هېواد کې د میرمنو د ځورونې او د دوی پر وړاندې د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...