سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهطالب او افغان پلاوی نن د تاوتريخوالي پرکمښت خبرې کوي

طالب او افغان پلاوی نن د تاوتريخوالي پرکمښت خبرې کوي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۲۵) د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردک په تازه ټوېټونو کې ویلي، چې د تماس ډلو تېره ورځ د راتلونکو غونډو پر موادو او اجنډاوو توافق کړی دی او پر دې بحثونه شوي، چې خبرې اترې څه ډول مخ ته یووړل شي.

بل لورته بیا د افغان پلاوي غړی متین بیګ وایي، چې د سولې لپاره خورا هیله من دی.

د نوموړي په خبره مذاکرات ډېر ښه روان دي او زیاتوي، چې د خبرو اترو روحیه خورا هیله بښونکې ده او ټاکل شوې، چې نن سه شنبه هم طالبان او افغان پلاوی مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

متین بیګ وایي د مذاکراتو پر ټولو تخنیکي مواردو توافق شوی دی او پر اوربند به هم په مذاکراتو کې بحث کېږي.

هغه وایي د افغان پلاوي تر ټولو ستره غوښتنه اوربند دی او د بحثونو په جریان کې به پر اوربند ډېر ټینګار کېږي.

که څه هم افغان حکومت د سولې روانې خبرې هیله بښونکې بولي، خو بل لورته د امريکا کانګرس بیا د سولې پر روانو خبرو نيوکه کړې ده.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%da%a9%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%b1%db%90%d8%b3-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d9%87%db%8c%d8%b1-%d9%86%db%8c%d9%88/

2 COMMENTS

  1. که داوړه غاړی ریښتونی سوله راولی نو کمښت څه مفهوم نلری هر طرف ته چی یو کس وژل کیږی افغان او مسلمان دی. او دیوه مسلمان وژنه لکه د ټول عالم اسلام وژنه ده. نو باید په مکمله توګه اوربند وسی چی نور دواړو غاړو ته یو کس هم ونه وژل سی. خو زه داسی فکر کوم چی داوړه غاړی خود مختاره ندی او د بعضی کسانو ګټی په جنګ او وژنه کښی دی او دوی نه غواړی دا دنیوی ګټی یی متضرری سی. اوس هم اور کم او دفاعی حالت دی او د ورځی دولت، طالب او عامو خلکو تر سل دوه سوه زیات تلفات اوړی چی زر ګونه کورنی پری خواریږی. عام اوولس له دواړی لورو دا غواړی چی د الله په خاطر، ددی دردیدلی اوولس په خاطر سوله وکړی او دا بیګانه، دښمن همسایه ګان چی تل یی د خوار اوولس په وژلو خوشحالی څرګندی کړی له منځه اوباسی او د خپل د هیواد د ګټو لپاره کار وکړی او د یوه سر لوړی، باعزته او خپلواک هیواد غوښتونکی سی.

  2. د تاوتریخوالې کمول یوه احمقانه معقوله ده چې هیڅ معنی نه لري. (زه به خلک وژنم، ماشومان به یتیمانوم، یو سل دوسوه نورې ښځې به هم کوڼدې کوم خو هومره نه چې هره ورځ مې کول) یعنی یو یا دوه نفره کم، خو وژل او ورانول او خرابی به ضرور کوم.. لعنت دې پر تا او ستا په سولې وي. که د انسان اولاد یاست او د ای اس ای دلالان نه یاست نو سم او دم ووایاست چې اوربند کوو. له خدای او قران او دې ربړېدلې ولس نه شرم وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب