سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهواشنګټن پوسټ: امريکا دې شرایطو ته په کتو دسرتېرو د ويستلو پرېکړه وکړي

واشنګټن پوسټ: امريکا دې شرایطو ته په کتو دسرتېرو د ويستلو پرېکړه وکړي

تاند (سه شنبه، د سنبلې ۲۵) امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغان سولې لپاره پر رامنځ ته شوي فرصت خبرې کړې دي.

یادې ورځپاڼې ویلي، چې افغانستان کې د سولې د تامین لپاره غوره فرصت رامنځ ته شوی او زیاته کړې یې ده که امریکا مقاومت وکړي نو افغانان سولې ته رسېدلی شي.

د سرچینې په خبره په دې حساسو شرایطو کې امریکا ته په کار ده، چې افغان حکومت یوازې پرې نه ږدي او تر څنګ یې ودرېږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې امريکا دې شرایطو ته په کتو د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي.

دسرچينې په لیکنه کې راځي، چې :« طالبان تر ډېره خپلو هوکړو ته ژمن نه دي، نو که امریکا مقاومت و نه کړي او د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ور نه کړي ښایي دغه ډله خونړۍ جګړې پیل کړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې وساتي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې ولسمشر ټرمپ له افغانستان نه د امريکایي سرتېرو پر ویستلو ډېر ټينګار لري.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%da%ab-%d8%af-%db%b4-%d8%b2%d8%b1%d9%87-%d9%86%d9%88%d8%b1%d9%88-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%db%8c%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%88%d8%aa%d9%84-%d8%a8/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب